تازه خبرونه
په پراختیايي لویو پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونهغورځول شي
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوهیم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هممهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا شلکلن حضور د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو استثنايي پړاو و او له دې هاخوا هم د کابل او واشنګټن اړیکې له جدي پېچلتیاوو سره مخ ندي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوهیم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هممهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په اوسنیو شرایطو کې یو ځل بیا داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د رغېدا او پراختيا په لار کې کوم جدي خنډ نه ليدل کېږي.
ذاکر جلالي ټینګار کړی؛ د دوحې تاريخي هوکړې لاسليک ښيي: په دواړو لوريو کې د پام وړ کچه عملگرايي شته، چې د ماضي اسيران پاتې نشي او د يوه واقعبينانه تګلارې له مخې د اړيکو د پراختيا پر فرصتونو کار وکړي.