روغتيا
په پروان ولایت کې له ۵۰۰ ډېر کسان پر ناڅرګنده ساري ناروغۍ اخته شوي
د سیمهیزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د پروان والي ویاند حکمت الله شمیم ويلي، په تېرو ۴ ورځو کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د دره کشفان د اړوند سیمې له ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي پر ناڅرګنده ساري ناروغۍ اخته شوي او دا شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
د سیمهیزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د پروان والي وياند د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د څرګندونو له مخې ويلي، چې پدې ناروغۍ اخته کسان له جسمي کمزورۍ، د عضلاتو د سخت درد، سخت اسهال او سختې تبې سره مخ دي.
حکمت الله شمیم زیاته کړې، چې روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي او له زیانمنو شویو کسانو څخه یې د پایلو د ارزونې لپاره د وینې بېلکې اخیستې دي.
