سیمه ییز خبرونه

په چین کې د ایران او سعودي بهرنیو چارو وزیرانو پر اړیکو رغولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۴۰۲)

رویترز څرګنده کړی، چې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې پر ورځ په بیجینګ کې له اووه کلونو وروسته ولیدل  او د اړیکو د بیا رغولو هوکړه یې وکړه.

د ایران دولتي تلویزیون یوه لنډه ویدیو ښیي، چې شازاده فیصل بن فرحان آل سعود او د هغه ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان یو بل ته ښه راغلاست وایي.

سعودي عربستان او ایران په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به د هوکړې له مخې په دوه میاشتو کې د سفارتونو او قونسلګریو د بیا پرانستلو ترتیبات پیل کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان ویلي، چې له خپل سیال سره یې د پنجشنبې لیدنه مثبته وه او څرګندوي، چې دوی پر ثبات او پایدار امنیت ټینګار کړی.

په بېجينګ کې د خبرو پر مهال يوه درې اړخيزه اعلاميه هم خپره شوه، چې د ملي امنيت د وزير علي شمخاني، د سعودي عربستان د ملي امنيت د سلاکار وزير، د وزيرانو شورا د غړي موساد بن محمد العيبان او د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميتې د سياسي بيورو غړي وانګ يي لخوا لاسليک شوه.

ایران او سعودي عربستان د چین پر منځګړیتوب هوکړه وکړه، چې دیپلوماتیکي شخړې پای ته ورسوي او دیپلوماتیک ماموریتونه بیا پرانیزي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې له هغې وروسته، چې له ایران سره یې اړیکې پرې کړې؛ په تهران کې یې پر سفارت د ریاض لخوا د یوه شیعه عالم د اعدامولو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې پیل

او د یمن په جګړه کې یې اړیکې هغه مهال خرابې شوې، چې ایران پلوي حوثي غورځنګ د سعودي ملاتړی حکومت ړنګ کړ او پلازمېنه صنعا یې ونیوله.

دا څرګنده نده، چې آیا د دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغونه به په یمن کې د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او کنه؛ دا به وخت وښیي.

Trending

Exit mobile version