سوداگري

په کابل کې د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شو

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۶, ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۵ ) په کابل کې د افغانستان د ۲۰۲۳ کال سوداګریزو او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس ته څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر راز آسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا سوداګریز پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس کې له حکومتي چارواکو سره یې د پانګونې په اړوند ناسته کې ګډون کړی دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي؛ په افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم  پانګونه کولی شي.

د ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ په افغانستان کې اوس هم د برښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، بېخبناوو او تکنالوژۍ ترڅنګ په نورو سکتورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده او او اسلا مي امارت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې او ملاتړ یې کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي: په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې مو ملاتړ کړی او نور به هم د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له اقتصادي فعالیتونو څخه خپل ملاتړ جاري وساتو او په ټول هېواد کې کورني او بهرني پانګوال کولی شي، چې د پانګونې ګډ او نفرادي بهیر تر سره کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت وتوانیده، چې تېرو دوه کلونو کې د هېواد د تولیداتو، صنعت، ترانزیت ، کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره د امنیتي اسانتیاوو تر څنګ قوانین او پروسیجرونه هم وړاندي کړي او له دې وروسته به د خصوصي سکتور د فعالیتونو د تر سره کولو لپاره په خپل تشکیل کې یوه ځانګړې کمیته جوړه کړي او د هېواد اقتصادي لید لوري لپاره هم پر اوږد مهاله پلان کار روان دی.

عبد الغني برادر وایي؛ اسلامي امارت یوه بین الوزارتي کمیته رامنځته کړې، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورد رامنځته کېدونکی دی، چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي. دغه راز د ملي اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملاً کار روان دی.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې مسوولینو ويلي، چې یو دولس کسیز امریکایي پلاوی افغانستان ته د پانګونې او همدارنګه د چارسمبالي حکومت له چارواکوسره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دي.

د افغانستان او امریکا د ګډې  سوداګرۍ خونې رییس ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې  لپاره  زمینه برا بره شوې ده.

د یاد پلاوي مشرتابه زیاته کړې؛ افغان سوداګرو ستونزو ته به رسیدنه وکړي او همدارنګه کنګل شوې شتمنۍ، چې د خصوصي سکتور پورې اړه لري؛ په اړه به یې له نړیوال بانک سره خبرې وکړي.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفری کریګو ویلي؛ مونږ په هغو برخو کې له افغان خصوصي سکتور سره همکارۍ ته چمتو یوو، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي. مونږ ۱۰۰ سلنه همکارۍ ته تیار یوو او غواړو، چې نور هم له اقتصادي برنامو خبر او افغانستان اوس پانګونې ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید ګډ کار وکړو. د افغانستان په اړه بېلابېلې خبرې کېدې؛ خو نن ورځ مونږ دلته هرڅه له نږدې ولیدل او اصلي انځور مو درک کړ.

په دې ناسته کې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدر خیل ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره او اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره ډېر کارونه کړي دي.

نوموړی وایي: په افغانستان کې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې. مونږ له دغه امریکايي پلاوي څخه هیله لرو، چې د افغانستان حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي. دلته سرتاسري امنیت شته، خلک اقتصادي فعالیتونه کوي او د پانګونې بهیر هم ورځ تر بلي د ښه کېدو په حال کې دی. نړۍ باید د افغانانو د اقتصادي ستونزو په حل کې له دوی سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته امریکا پر افغانستان ډېر سوداګریز بندیزونه ولګول، چې د شنوونکیو په باور یاد کار د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان پانګوالو له امریکايي سوداګریز پلاوي غوښتنه کړې ده، چې د افغان پانګوالو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version