سوداگري

په کابل کې د امام ابوحنیفه په پېنځم نندارتون کې له شل ډېر بهرني استازي ګډون کوي

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي؛ د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پېنځم پړاو به د روان کال د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې پورې په کابل کې جوړه شي.

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرو، پانګوالو او تولیدوونکو لپاره د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو او له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بولي.

دغه راز یو شمېر اقتصادي کارپوهان د نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو جوړول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره مهم بولي.

د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون څلورمه دوره هم تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه او د مسوولانو د څرګندونو له مخې، په څنډه کې یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړه‌لیکونه او سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي وه.

Trending

Exit mobile version