تازه خبرونه
په کابل کې د امریکا سفارت تړل شوی ندی – ویلسون

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسون هغه خبرونه رد کړې، چې د دې هېواد سفارت دې تړل شوی وي.
د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته داسې خبرونه خپاره شول، چې ګنې د امریکا سفارت تړل شوی او کارکوونکي یې له هېواده وتلي دي.
راس ویلسون ټویټ کړی، چې: د امریکا سفارت کارکو,نکي او زه په کابل کې یو او له زرګونه زیان منونکیو امریکایانو او افغانانو سره د مرستې لپاره چټک کار کوو.
ویلسون زیاته کړې: د افغانستان له خلکو سره زموږ ژمنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په کابل کې د امریکا سفارت تړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې: مونږ په خوندي ډول خپل سفارت تړلی او ډیپلوماټان مو لېږدولي دي.
بایډن دا ټینګار هم کړی، چې په افغانستان کې میشت زرګونه امریکایي وګړي کار کوي او هېواد ته به ولېږدول شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان ولسمشر او د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې د ۷۸ غونډې په څنډه کې د پاکستان له لنډمهالي لومړي وزیر انوارحق کاکړ سره په نیویارک کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړه لوري د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ترانسپورت په اړوند برخو راوڅرخېدل او تر څنګ یې د ازبکستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې وشوې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د حالاتو او وروستیو پرمختګونو د ارزونې ترڅنګ پر سیمه ییز امنیت هم خبرې وکړې.
په دې خبرو کې ټینګار وشو، چې د افغان – ترانس د اوسپنې پټلۍ جوړول د سیمې یوه مهمه پروژه ده.
تازه خبرونه
امریکا او اسلامي امارت د نشهيي توکو پر مخنیوي بحث او خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دیکر د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د اقداماتو په اړه دوه اړخیز بحث او خبرې وکړې.
نوموړې د ایکس پاڼې په یو لړ پوستونو کې څرګنده کړې: ما او همکارانو مې د اسلامي امارت له یوه کاري پلاوي سره په دوحه کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو بشري ملاتړ، د مخدره توکو تولید، مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې وکړې.
کرن دیکر زیاته کړې: دا غونډه پهدې راوڅرخېده، چې نړیواله ټولنه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو اړوند برخو کې د افغان ښځو د ښکېلتیا په اړه څومره مرسته کولی شي؛ ځکه دا کار مونږ ته حیاتي دی، ډېر ارزښت لري او مونږ به له دوی پرته بریالي نهشوو.
دغه راز په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت استازي سهیل شاهین هم پر ایکس پاڼې لیکلي او څرګندوي، چې له کابل څخه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د پلاوي غړیو؛ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر جانان عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال رحمان قاسمي، د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدونو چارو مرستیال میرویس قادري ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړې؛ دوی د کوکنارو د کښت، د نشهيي توکو د قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د هڅو په اړه پراخې خبرې وکړې. مونږ د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې او نړیوالې ټولنې هرکلی کوو او غواړو؛ په افغانستان کې دې له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي، چې د کوکنارو کښت یې له منځه وړی دی.
نوموړي زیاته کړې: په هرصورت په افغانستان کې هغه کروندګر، چې کروندې یې له کوکنارو پاکې شوي؛ د بديل معيشت پروژې ته سخته اړتيا لري.
تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه پاکستان بیا هم اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې کول غواړي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د امریکا د نیویارک ښار په یوه غونډه کې ټینګار څرګند کړ، چې د پاکستان پر خلاف د تي تي پي او د داعش خراسان څانګې له لوري د افغانستان د خاورې کارول د اسلاماباد لویه اندېښنه ده.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ دوی اندېښنه لري، چې تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
جلیل عباس جیلاني وایي: مونږ دا ردوو، چې ترهګري له کوم هېواد، قوم او مذهب پورې وتړل شي. مونږ غواړو، چې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ترهګري له منځه یوړل شي. د پاکستان لپاره دا مهال تر ټولو لویه اندېښنه د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې هغه وړتیاوې دي، چې غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. مونږ په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره له نږدې خبرې کوو.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې ښې پایلې لرلی شي.
په همدې وخت کې د روسیې دفاع وزیر ایران ته د خپل سفر پر مهال د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د ایران له یوه جګپوړي پوځي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان او سوریې پر مسایلو هم خبرې وکړې. تر اوسه د دغو خبرو جزئیات رسنیو ته پر ډاګه شوي نهدي.
اسلامي امارت له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه هر ډول اندېښنه بې بنسټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هر ډول اندېښنې ردوي او ټینګار کوي، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان واقعیتونه ومني او ډاډه شي، چې افغانستان د کوم هېواد لپاره ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت په پاکستان کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی.
اسلامي امارت ويلي، د پاکستان اوسنی وضعیت د هغه هېواد کورنۍ مسله ده؛ افغان حکومت او همدارنګه په هغه هېواد کې میشت افغان کډوال په کې هیڅ راز ښکېلتیا نهلري.
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یوه افغان کارګر سر پرې شوی مړی موندل شوی
-
لوبی5 days ago
د کرکت نړیوال جام په درشل کې د درجه بندۍ د لومړي مقام خپلولو لپاره تودې هڅې روانې دي
-
لوبی2 days ago
د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینهوو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې ګډ کمیسیون جوړ شي – مولانا فضل الرحمن
-
لوبی4 days ago
افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې دې ځورونې بندې او د بندیانو حقونه ژر تر ژره خوندي شي – یوناما
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه