روغتيا

په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۲, ۱۴۰۵

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې روغتون د جوړولو لګښت د همدې ټولنې له بودجې ورکړ شوی دی.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له دې مخکې د زړه پر سوري اخته ډېر ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو یا له هېواده بهر روغتیايي مرکزونو ته تلل؛ خو د دغه روغتون له فعالیت سره به یو شمېر ناروغ ماشومان، وکولی شي په هېواد کې دننه څانګیزه درملنه ترلاسه کړي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دغه روغتون پرانیستل به د زړه د ګڼو اړمنو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له کبله پخوا ډېری ناروغان د اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بې‌برخې پاتې کېدل.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټینګار کړی، چې په ددې روغتون کې به کورني او بهرني څانګوال ډاکټران اړمنو ناروغانو ته د زړه د درملنې خدمتونه ۲۴ ساعته او په وړیا توګه وړاندې کړي او هڅه به وشي، چې ناروغانو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د دغه روغتون څانګوال وایي، د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ټول عصري تجهیزات په دې روغتون کې برابر شوي دي.

د دغه روغتون له پرانیستې سره به هغه کورنۍ، چې پخوا یې د خپلو ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د درندو لګښتونو او بهرنیو سفرونو ستونزې ګاللې؛ اوس کولی شي په افغانستان کې دننه له وړیا او څانګیزو روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.

Trending

Exit mobile version