تازه خبرونه
په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید د بریدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد
د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې د پلازمېنې کابل د کارته پروان د اړوند سیمې د سیکانو پر درمسال د برید په پایله کې مو دوه هېوادوال وژل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت په لنډ وخت کې بریدګر له منځه یوړل، څو د نورو ډېرو تلفاتو مخه ونیول شي.
خالد ځدراڼ زیاته کړې، په دې برید کې د اسلامي امارت یو سرتېری او یو هندو افغان سکهـ وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
بريد نن سهار شاوخوا ۶ نیمې بجې د درمسال پر ساتونکي د لاسي بم پر اچولو پیل شو او له غرمې مخکې د بریدګرو پر وژل کېدو پای ته رسېدلی او سیمه د اسلامي امارت ځواکونو تر خپلې څارنې لاندې نیولې ده.
له دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې پر درمسالونو د برید په اړه ژوره اندېښنه رامنځته شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر دغه برید یوه بزدلانه هڅه بللې او څرګندوي، چې دا باید په کلکو ټکو وغندل شي.
له هغه وخته، چې د برید خبر ترلاسه شوی؛ مونږ وضعیت له ندې څارو. زمونږ لومړۍ او تر ټولو مهمه اندېښنه د ټولنې هوساینه ده.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې وسلوالو درمسال ته د وردننه کېدو لپاره پر ساتونکي لاسي بم اچولی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ درمسال ته له ننوتو مخکې، دښمن پر ساتونکي د لاسي بم برید وکړ، چې له کبله یې اور ولګېد او زمون ځواکونو دوه ټپي هندوان هېوادوال د خوندیتوب لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو ويلي، له چاودنې وروسته وسلوالو ډزې پیل کړې او د بریدګرو او د اسلامي امارت د ځواکونو تر منځ نښتې څو ګړۍ روانې وې.
دغه برید په کور دننه او بهر وغندل شو او ترسره کوونکیو ته یې د جزا ورکولو غوښتنه شوې ده.
تر دې دمه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی؛ خو له دې مخکې د اسلامي دولت خراسان ډلې یا داعش، په هېواد کې پر جوماتونو او اقلیتونو د بریدونو پړه منلې ده.