تازه خبرونه

په کابل کې د وروستۍ چاودنې د ځاني زیان شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ومنله، چې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د رامنځته شوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي، چاودنه د ښار د لویديځ لوري د دهمزنګ د اړوند سیمې په يوه رستورانت کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې پوره بڼه په ډاګه شوې نده؛ خو یو شمېر عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه له ګازډبې رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version