تازه خبرونه

په کابل کې د پاسپورت وېش وځنډول شو

Published

on

Last Updated on: تله ۱۷, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي؛ دغه ریاست غواړي د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دغه ریاست په تخنیکي او تجهیزاتي سیستم کې یو لړ مثبت بدلونونه راولي.

د دې رياست په اعلاميه کې راغلي: دا، چې هره ورځ د پاسپورت په مرکزي دفتر کې له څلورو څخه تر پېنځو زرو پورې پاسپورتونه چاپېږي او غوښتونکیو ته وېشل کېږي؛ د چاپ ماشينونه او نور تخنيکي وسايل د وخت له تېرېدو سره خپله وړتیا له لاسه ورکوي، چې باید جوړ او ورغول شي او یا بدل شي.

دغه ریاست له خلکو غوښتي، چې د کورنیو چارو وزارت او پاسپورت عمومي ریاست د خبري سایتونو تر خبرتیا پورې دې د پاسپورت عمومي ریاست ته مراجعه نکوي.

Trending

Exit mobile version