تازه خبرونه
په کابل کې د چاودنې له کبله لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
Last Updated on: تله ۹, ۱۴۰۱
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته تائید کړې، چې د لومړنیو څرګندونو پر بنسټ نن سهار (جمعه د تلې اتمه) د دیارلسمې حوزې د کاج پر ښوونیز مرکز د چاودنې له کبله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
خالد ځدراڼ زیاته کړې؛ چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په یاد ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د کابل د دیارلسمې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز چاودنه تائید کړې ده.
نوموړي د دې پېښې د غندلو ترڅنګ زیاته کړې، چې پر ملکي اهدافو برید د دښمن د غیرانساني عمل ښکارندویي کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ځینې ویدیوګانې د قربانیانو جسدونه ښیي، چې ادعا کیږي د نن ورځې په چاودنه کې وژل شوي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
