تازه خبرونه
په کابل کې څلور انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ځانګړیو ځواکونو یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې د کارته نو په اړوند سیمه کې له سړي تښتوونکیو څخه د یوه هېوادوال د ژغورلو لپاره، چې څو ورځې مخکې تښتول شوی و؛ د ژغورنې عملیات تر سره کړي دي.
د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ژغورنې دغه عملیات د سې شنبې پر شپه یوه نيمه بجه پیل شول، چې نږدې د شپې تر ۲ بجو او ۱۵ دقيقو روان و.
نوموړي زیاته کړې؛ په دغو عملياتو کې سړي تښتوونکیو له امنيتي ځواکونو سره وسلهواله نښته کړې، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې له بده مرغه تښتول شوی هېوادوال په داسې حال کې تر لاسه شوی، چې انسان تښتوونکیو پر شهادت رسولی و.