تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې درې کسان ټپیان کړل – چارواکي

Published

on

سرچينې زياته کړې، چې نن سهار د کابل ښار د پېنځمه ناحيې د ديوان بېګي په اړوند سيمه کې له يوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په یوه تویت کې چاودنه تائید کړې او وایي، چې دا د سړک غاړې د په یوه ګلدان کې له ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې ده.

ځدراڼ وويل: د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ د چاودنې له کبله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کابل پوليسو وياند زیاته کړې، چې د دغې پېښې دعاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې او پلټنې روانې دي.

نوموړی وایي: امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې د چاودنې چمتو کوونکي پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د راپورونو له مخې؛ چاودنه د ملکي وګړیو د سپرلۍ پر یوه کاستر ډوله بس شوې ده.

عيني شاهدانو وايلي، چې ټپيان د پېښې سيمې ته څېرمه بريا روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

Trending

Exit mobile version