تازه خبرونه

په کازان کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزیر نداء محمد ندیم پر مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون درلود.

Published

on

د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اووه‌لسم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزیر نداء محمد ندیم پر مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون درلود.

د دې ناستې موخه د افغانستان او د فډراتیف روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د پانګونې جلبول پر ګوته شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وزیر نداء محمد ندیم یادې ناستې ته د وینا پر مهال له ګاونډ او سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي توګه روسیې سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو پر څرنګوالي ټینګار کړی دی.

نداء محمد ندیم ویلي، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د یو مهم غړي په توګه له نړیوالې ټولنې سره د متوازن او مثبت تعامل غوښتونکی دی او اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او متقابل درناوي پر اساس خپله بهرنۍ تګلاره ټاکلې او د فډراټیف روسیې له‌خوا د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه هم د دې سیاست پایله ده.

د لوړو زده‌کړو وزیر په سیمه کې د افغانستان ځانګړي جغرافیايي موقعیت ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له مخې کولی شي د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او نورو سیمو ترمنځ اقتصادي اتصال رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو نوي پړاو ته دننه شوي، چې دا د مثبت تعامل او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام ګڼل کېږي او د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.»

دغه راز هغه د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې ناستې جوړولو ته په نغوته کې ویلي، چې نړۍ نن تر بل هر وخت زیاتو خبرو اترو، متقابل احترام، عدالت او د ګډو ګټو پر اساس همکاریو ته اړتیا لري؛ مونږ باور لرو، چې امنیت، پرمختګ او سوکالي هغه وخت ګټوره کېدی شي، چې ملکونه د مقابلې پر ځای د تفاهم او همکارۍ لاره غوره کړي.

د لوړو زده کړو وزیر د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې او اغېزناکې شي.

همداراز د روسیې د صنعت او تجارت وزارت مرستیال «الکسي ګرزو اوف» په دې ناسته کې؛ په داسې حال کې، چې په کابل کې د فډراتيف روسيې سفیر هم حضور درلود د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ګډ کمیسیون ناسته د افغانستان او روسیې د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزې پانګونې د پراختیا په برخو کې اړینه وبلله او د ښو پایلو هیله یې څرګنده کړه.

د غونډې په پای کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د بېلابېلو موضوعاتو د څېړنې او همکاریو د پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ۱۴ کسیز پلاوی تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت د وزیر پر مشرۍ په «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمه نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته تلي دي، چې د یاد جمهوریت د مرستیال له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

Trending

Exit mobile version