نړۍ

په کاناډا کې د چړې پر ګوزارونو ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

رویترز په ډاګه کړې، چې د کانادا پولیسو د یکشنبې پر سهار په یوه لږ نفوسه سیمه ییزه ټولنه کې د دوه شکمنو کسانو د چړې پر ګوزارونو ۱۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.

لومړي وزیر جستین ترودو پېښه غندلې او په یوه بیان کې یې څرګنده شوې: زه نننيو وحشتناکو بریدونو حیران کړم. مونږ د کانادایانو په توګه د ساسکاچیوان د خلکو له دغې دردوونکې او له تاوتریخوالي څخه پېښې اغېزمن کړي یوو او له زیانمنو خلکو سره هر راز خواخوږۍ ته ولاړ یوو.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو دوه شکمن کسان ۳۱ کلن دیمین سندرسن او ۳۰ کلن مایلس سندرسن نومولي، انځورونه او یږو لړ توضیحات یې وړاندې شوي؛ خو د پېښې د انګیزې یا قربانیانو په اړه نور جزئیات ورکړ شوي ندي.

د سیمه ییزو مشرانو لخوا په یوه بیان کې پېښې ته داسې نغوته شوې؛ شونې ده دا بریدونه له مخدره توکو له کاروباریانو سره تړاو ولري، چې په ساسکاچیوان کې د ۷۴ هېوادونو استازیتوب کوي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د چړې لومړنی برید د سهار پر ۵:۴۰ راپور شوی، چې په درې ساعتونو کې پولیسو په ټول ولایت کې د بریدکوونکیو د نیولو په اړه خبرداری خپور کړ.

رویترز راپور ورکړی، چې د همدې ورځې ترماسپښین پورې د ساسکاچیوان په ګاونډ ولایتونو البرتا او مانیتوبا کې هم ورته خبرتیاوې خپرې شوې دي.

د ساسکاچیوان روغتیایي ادارې په دې اړه بېړنی غبرګون ښکاره کړی؛ د مرستې رسونې هڅې یې ګړندۍ کړې دي او د لوړې کچې د خطر د مخنیوي ډاډ یې څرګند کړی دی.

د روغتیا ادارې په یوه بیان کې راغلي: وضعیت تر څارنې لاندې دی.

Trending

Exit mobile version