سیمه ییز خبرونه
په کراچۍ کې د سوداګریز مارکیټ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر نږدې ۵۰ ته ورسېد
دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ په کراچۍ کې د یوه سوداګریز مارکیټ د پراخې اورلګېدنې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰ ته هغه مهال لوړ شو، چې اوروژونکو د نړېدلو ودانیو له ویجاړیو ۲۵ نور مړي راوویستل.
دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.
په دې مارکیټ کې شاوخوا د کورنیو ۱۲۰۰ دوکانونه ول، چې د واده جامې، لوبتوکي، لوښي او نور د اړتیا وړ توکي یې پلورل.
د کراچۍ مرستیال والي (ډپټي کمېشنر) جاوید نبي کوسو خبریالانو ته ویلي: «مونږ له ۲۰ تر ۲۵ پورې مړي یا د مړو پاتې شوني را ایستلي دي».
هغه زیاته کړې، چې دا پاتې شوني د ډياناې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړی وایي؛ د مړو د خراب حالت له کبله د دقیق شمېر تثبیت کول ستونزمن دي.
له دې مخکې د سېشنبې پر ورځ رسمي شمېر ۲۹ کسان ښودل شوی و.
اوروژونکو څو ورځې د اور له لمبو سره مبارزه وکړه او د سېشنبې پر ورځ یې پرې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. تر هغه وخته ګل پلازا بشپړه ویجاړه او هر څه اېره شول.
د دولتي ژغورنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له اورلګېدنې وروسته د ۸۴ کسانو د ورکېدا راپور ورکړ شوی دی.
پولیسو ویلي؛ شونې ده، چې ډېر ورک کسان مړه شوي وي او د قربانیانو د شمې ر د لوړېدا اندېښنه هم شته دی.
د ویجاړ شوي سوداګریز مرکز مخې ته د قربانیانو خپلوان او خواخوږي د هغوی پر یاد شمعې بلولي او ځینو د هغو کسانو انځورونه هم له ځان سره لرل، چې ګومان کېږي په پېښه کې مړه شوي دي.
دوکاندار رحمت خان دغه پېښه ناورین وباله او څرګندوي؛ اور د هغه په دوکان کې ولګېد له ۱۸ څخه تر ۲۰ پورې پر کسان سربېره زمونږ شپږ کارکوونکي هم موجود ول، چې پر وینا یې ټول اوس ورک دي.
دا اورلګېدنه له ۲۰۱۲ کال وروسته د کراچۍ تر ټولو خونړۍ پېښه ده؛ هغه مهال په یوه صنعتي کارخونه کې د اورلګېدنې له کبله له ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي وه.