Connect with us

سوداگري

په کرنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د بزګر، پانګوال او څانګوالو همغږۍ ته اړتیا ده – د کرنې وزارت

خپور شوی

د

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې د کرنې په سکتور کې د بزګر، پانګوال او د کرنې  د سکتور د څانګوالو ( متخصصینو ) ترمنځ همغږي نوره هم پراخه شي.

د کرنې او مالدارۍ  وزیر د کرنیزو څېړنو انستیتیوت د کرنې ورځ تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې افغانستان یو اړین کرنیز هېواد دی؛ خو اوس هم په عمل کې د کرنې سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ پاتې دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د څرګندونو له مخې؛ له هغمږۍ  پرته به د ټولو کرنیز فعالیتونو ترسره کول مثبته پایله ونه‌لري.

نوموړي زیاته کړې؛ ترهغې، چې د کرنې په سکتور کې مسلکي حرکت را منځته نه‌شي؛ د هېواد د کرنې  په سکتور کې په ځانګړي توګه د غلې‌داني په برخه کې به ځان بسیاینې ته ونه‌رسیږو.

د کرنې وزارت مسوولین وايي، که څه هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پر کرنه پانګونه شوې؛ خو د نه همغږۍ له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري ویلي: ترهغې، چې زمونږ بزګر، پانګوال او د کرنې د سکتور د څیړنیز مرکز غړي همغږی کار ونه‌کړي؛ په هېواد کې به د کرنې نظام مثبته پایله ونه‌لري. مونږ هڅه پیل کړې، چې همغږي زیاته کړو او کروندګر مو په هېواد کې د تحلیل او تصدیق شويو تخمونو پر کارولو د محصولاتو په ډګر کې څخه ځان بسیایني ته ورسیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د څېړني د انیستیتیوت رییس ويلي، چې هڅه کوي د هېواد بزګرو، بڼوالو او ټولو هغه کسانو ته، چې د کرنې په سکتور کې کار کوي؛ اصلاح شوي او تصدیق شوي تخمونه وړا ندې کړو. دمګړۍ بریالي شوي یوو، چې د هېواد په کچه ۴۶ ډوله دغنمو اصلاح شوي تخمونه برابرکړو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د څېړنیز انسټیټیوټ رییس نصرت الله طلحه وایي؛ مونږ د کرنیزو محصولاتو د تحلیل او تصدیق په برخه کې پوره وړتیا لرو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم همکاري کړې ده. مونږ هیله لرو، چې وزارت د څېړنیزو فارمونو د پراختیا لپاره ځمکې راکړي.

د کرنې د برخي شنونکي هم د دې غونډې ګډونوال دي او وايي، چې افغانستان د کال ۶ اعشاریه ۳ میلیون متریک ټن غنموته اړتیا لري، چې په روان کال کې ۵ اعشاریه ۲ متریک ټن ته رسیږي. تر هغې، چې د هېواد بزګر په کور دننه له اصلاح شوي تخمونو ګټه پورته نه‌کړي؛ کرنیزې ناخوالې به مو هم سمې مدیریت نه‌شي.

د پوهنتون استاد محمد قاسم عبیدي څرګنده کړې : مونږ د اصلاح شويو تخمونو د تنظیم په برخه کې کلونه  کلونه کار ته اړ تیا لرو او په دې برخه کې مونږ فعالیت هم کوو؛ خو بزګر اوس هم له تصدیق شويو تحمونو له کارولو ډډه کوي.

د اقتصادي چارو د شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې لویه پانګونه تر سره نه‌شي او د دې سکتور د صنعتي کولو لپاره عملي هڅې تر سره نه‌شي؛ په هېواد کې به پر اقتصادي ستونزو بریالیتوب ناشونی وي. د کرنې وزارت  دې په دې سکتور کې د پانګونې لپاره زمینه پراخه کړي.

سوداگري

د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

Published

on

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.

د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.

د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمه‌ییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنې‌پټلۍ له خطر سره مخ کوي.

د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونه‌رسیږي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان د مالټې صادرات له بې‌ساري کمښت سره مخ شول

د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بې‌سارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.

Published

on

د پاکستان د مالټې صادرات په داسې حال کې پیل شوي، چې د وروستیو کلونو له تر ټولو سخت صادراتي بحران سره مخ شوی دی.

د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بې‌سارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لار د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر له نیمایي راپدېخوا تړلې پاتې ده، چې د پاکستان د مالټې صادرات یې پوره اغېزمن کړل. یوازې په ۲۰۲۵مالي کال کې پاکستان ۶۰ سلنه مالټه، چې نږدې ۱۵۳ زره ټنه کېږي؛ افغانستان ته صادر کړي وه. پر افغانستان تکیه اوسمهال د پاکستان د صادراتو کمزورې برخه ګرځېدلې ده.

افغانستان نه یوازې د پاکستان د مالټې تر ټولو لوی پېرودونکی دی، بلکې د دوه‌یمې او درېیمې درجې د مالټې ښه بازار هم دی، چې د ټيټ کیفیت له کبله په منځني ختیځ کې بازار نلري. له افغانستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس لسګونه زره ټنه دا محصولات د پاکستان په زیرمو کې پراته دي او پېرودونکي نلري.

د افغانستان تر څنګ روسیې، قزاقستان او ازبکستان هم د ټرانزیټي دهلېز له لارې د پاکستان مالټه واردوله؛ خو د افغانستان ټرانزیټي دهلیز له تړل کېدا وروسته پاکستان هڅه وکړه، چې  صادرات د ایران له لارې ترسره کړي؛ خو نړیوالو بندیزونو دا لار ورته ناشونې کړې ده.

Continue Reading

سوداگري

آریانا‌افغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

Published

on

د آریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت له خپل مل پلاوي سره یوځای د ترکیش ایرلاینز له اجرائیوي رییس بلال إکشي سره د لیدنې پر مهال په هوايي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

د آریانا افغان هوایي کشرکت رییس د ترکیش ایرلاینز له نړیوالو تجربو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هوايي ټرافیک، سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکو په پیاوړتیا کې د دې شرکت رول مهم وباله.

د ترکیش ایرلاینز اجرائیوي رییس هم د آریانا افغان هوایي شرکت له وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او ژمنه وشوه، چې ترکیه په تخنیکي روزنه، رغونه او د هوايي عملیاتو ښه کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو ده.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د ګډو تخنیکي او عملیاتي ډلو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!