سیمه ییز خبرونه

په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید درې پاکستاني بریدګر ووژل شول – هند

د هغه برید له کبله، چې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې شوی و؛ ۲۶ کسان وژل شوي وه.

Published

on

د هند کورنیو چارو وزیر د سې‌شنبې پر ورځ ویلي امنیتي ځواکونو هغه درې پاکستانیان ووژل، چې په تېر اپریل کې یې د جمو او کشمیر د سیمې پر سیلانیانو مرګوني برید کړی و.

د هغه برید له کبله، چې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې شوی و؛ ۲۶ کسان وژل شوي وه.

د هند کورنیو چارو وزیر آمیت شاه پارلمان ته ویلي: هغه بریدګر، چې د اسلام‌آباد له ملاتړ برخمن ول؛ پر سیلانیانو له برید وروسته نږدې ځنګلونو ته تښتیدلي وه.

هغه وایي: “دا درې ترهګر هغه کسان ول، چې زمونږ هېوادوال یې ووژل او اوس له منځ تلي دي.”

دا برید، چې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا په هند کې پر ملکي وګړو تر ټولو وژونکی و؛ نوی ډیلي دې ته وهڅاوه، چې د پاکستان او اسلام‌آباد په تر څار لاندې کشمیر کې “ترهګریز بنسټونه” پرنښه کړي او د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د څلور ورځنۍ سختې نښتې لامل شو.

آمیت شاه دا ادعا هم کړې، چې د اپریل په برید کې شواهد د کارتونو او وسلو په ګډون ښیي، چې بریدګر د پاکستان دي.

پاکستان په برید کې خپله هر راز ښکېلتیا رد کړې او د خپلواکې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

کشمیر، چې د هند او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي سیمه پاتې ده؛ له لسیزو راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې یوه برخه ده.

هند تل پاکستان په هندي اشغال شوي کشمیر کې د وسلوالو ډلو پر ملاتړ تورن کړی. په داسې حال کې، چې اسلام‌آباد دا تورونه ردوي او ادعا لري؛ یوازې د کشمیریانو له حقونو دفاع کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د هند د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

Trending

Exit mobile version