تازه خبرونه

په کندهار کې به بې اسنادو موټر پرزه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د کندهار ولايت دټرافيکو امريت خبردارى ورکوي چي تر راتلونکو دريو مياشتو پورې به هغه ټول موټر ودروي چې قانوني اسناد ونه لري او ياهم ښی شترېنګ ولري.

دوی وايي د افغانستان لاس موټرو ته به د ګرځېدو قانوني اسناد ورکړي او د دې تر څنګ به هغو موټرو ته دايمي اسنادونه ورکړي چې پنځه کلن موقت اسناد يې تر لاسه کړي وي.

د کندهار د ترافيکو آمر محمدالله فیضي نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل: “د وزيرانو د شورا د پرېکړى له مخې به هغه موټرونه پرزه کړي چي په غيرقانوني ډول افغانستان ته وارد شوي دي او ياهم ښی شټرېنګ ولري.”

نوموړى وايي د دې موټرو د پرزه کولو سره سم به يې خاوندانو ته لس زره افغانۍ نغدي جريمه هم ورکړل شي.

هغه زياتوي د وزيرانو د شورا د پرېکړې له مخې به دغه لړۍ تر دريو مياشتو پورې دوام وکړي او هر هغه څوک چې سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

فیضي همدا راز وايي: “لويه ستونزه يې د اسنادو په برخه کې دا ده چي پاکستان او ايران هېوادونه د افغانستان د موټرونو له پاره جعلي اسناد جوړوي نو ځکه يې کارونه ټکني دي.”

د يادونې وړ ده چې په سهيل لويديځ زون کې ٩٨ په سلو کې موټر بي اسناده او په کانتينرونو کي د پرزې په شکل واردېږي چې وروسته بيا د جعلي اسنادو په درلودلو سره په ښارونو کې ګرځي راګرځي.

خبريال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version