تازه خبرونه
په کندهار کې د ځانمرګي برید له کبله ۱۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۳)
د کندهار ولایت امنیتي ځواکونو ویلي؛ نن سهار ( د وري دوهیمه ) د لومړی امنیتي حوزې اړوند کابل بانک مخ ته چاودنه شوې، چې له کبله یې ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د کندهار ولایت امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ یاده پېښه نن سهار اته نيمي بجې د کابل بانک مخې ته هغه مهال ځانمرګی برید رامنځته شو، چي مراجعين د پيسو ايستلو ته پر تمه ولاړ ول.
د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي: چاودنه د يوه تن “ځانمرګي خوارج ” لهخوا رامنځته شوې، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
ویل کیږي، چي د پېښې ډېري قربانيان عام هېوادوال دي، چي روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون ډاکټرانو د پېښي د زخميانو روغتيايي حالات د ډاډ وړ ښوولی دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.