کوید۱۹
په کندهار کې يو ځل بيا د کرونا ناروغي زياته شوې
روغتيایي مسوولين وایي په کندهار ولایت کې له تېرې يوې مياشتې راپدیخوا يو ځل بيا د هغو کسانو شمېر زيات شوی، چې پر کرونا اخته دي.
د کندهار ولایت د عینو مېني په کرونا سل بستريز روغتون کې د تازه بستر شويو ځوانانو، سپين ږیرو او میرمنو شمېر ډېر شوی دی، چې ډېري یې د نازک روغتيائي وضعیت له کبله اوس تر روغتيایي څارني لاندي دي.
د کندهار د کرونا ناروغانو د درملني د ځانګړي روغتون داکتران وایي؛ دا ځل پر کرونا د اخته کسانو تر منځ د ځوانانو شمېر ډېر دی.
د کندهار عینو مېنې د کرونا روغتون داکتر عبدالباقي پناه وایي: مونږ ته په او پي دي کې دېر مریضان مراجعه کوي او ډېري یې کلينيکي اعراض او علايم لري، چې ټول کرونا وي. ډېري يي ځوانان وي او د دې ترڅنګ زمونږ د بستر د ناروغانو شمېر هم زيات شوي او هره ورځ څلور- پېنځه مریضان د بستر لپاره مراجعه کوي.
په سويلي حوزه کې د کرونا د بېړني مرکز چارواکي وایي، په کندهار کې له لږ څه ځنډ وروسته يو ځل بيا پر کرونا د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.
دوی وایي يوازي له تېرو څو اوونيو راپدیخوا ۱۶ کسان پر کرونا اخته ناروغان له دوی سره بستر شوي؛ خو په خبره يې د هغو ناروغانو شمېر هم لسګونه ته رسيږي، چې د کرونا عادي نښي لري او د درملني له لپاره په ورځني ډول دوی ته مراجعه کوي.
په سویلي حوزه کې د کرونا د بېړني مرکز مشر داکتر جناح ابراهيمي وایي: کرونا په دې تېر يوه کال کې یعنې په لس مياشتو کې دهغې اندازه يا کوم پيک جې دي هغه ډېر کښته روان و. اوس بيا بدبختانه دغه دوه مياشتې کيږي، چې شمېر یې ډېر شوی دی.
که څه هم پر کرونا اخته کسان د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتيایي سپارښتونو د مراعت غوښتنه کوی؛ خو په کندهار کې د کرونا واکسين د پېل شوي کمپاين غړي بيا له خلکو غواړي، چې له کرونا څخه د ځان ژغورنی لپاره د کرونا واکسین باید ولګوي.
ناروغ بسم الله وایي: هغه بله ورځ، چې مې ساه بنده شوه؛ نو ډېر په تکليف شوم؛ نوروغتون ته راغلم، چې پېچکاريانې يي راولګولې. بس څه نا څه یوه ګړۍ په تکليف وم؛ بيا ښه شوم.
د کرونا ویروس واکسیناتور عطامحمد وایي: ټول کندهار ته په ځانګړي توګه ښاري سيمو ته مونږ روغتیایي ډلې ګومارلي دي او د ښار په بېلابېلو ساحو کې هغه کسان، چې عمرونه يي له اته لس څخه لوړ وي او کرونا واکسين يي نه وي پلی کړی؛ هغو ته مونږ د کرونا واکسين لګوو.
د روغتيایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې د تېر يو کال راپدیخوا د کرونا له درې زره زياتي مثبتي پېښي ثبت شوي، چې له کبله یې ۵۷ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.
مسوولين وایي د کرونا وبا له پېل يې په کندهار کې ولایت کې ۴۶۶ زره ډوزه د کرونا ضد واکسين عملي کړی او اوس هم ۱۷۶۰۰ ډوزه د کرونا واکسين په واک کې لرو.