تازه خبرونه
په کندهار کې ۲۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پېنځلس وسلوال طالبان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغان ځواکونو دغه عملیات پرون د امنیتي ځواکونو او اردو پر پوستو د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ طالبانو پرون د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید ترسره کولو پلان درلود.
په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ لواګري مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. د دې ډلې لوی شمیر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانانو تر منځ خبرې به ډېر ژر پیل شي؛ ځکه، چې د دې اصلي خنډ اوس لرې شوی.
د افغانستان حکومت پرون د افغان کمادو سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې پرته له اووه طالب بندیانو نور ټول خوشې کړل.
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده.
هغې له دواړو ښکېلو لوریو غوښتي، چې د خبرو اترو د پیلیدو لپاره دې اوربند په پام کې ونیول شي.
میرمن دیبرا وایي؛ له تېرو څلور لسیزو جګړو وروسته د افغانستان خلک د روانې ویجاړونکې جګړې پای ته ډېر هیله من دي.
تازه خبرونه
پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نهغځوي.
د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.
پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلامآباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.
تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې به د مرکزي او جنوبي آسیا د نښلولو په اړه د ترمذ خبرې لومړۍ ناسته ترسره شي
دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.

د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو په اړه د “ترمذ خبرې” لومړۍ ناسته به د روان کال د می له نولسمې تر یوویشتمې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې جوړه شي.
دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.
ویل کیږي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو، اروپا، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو، د آسیا- اوقیانوسیه سیمې، امریکا او منځني ختیځ څخه شاوخوا ۲۰۰ استازي به په دې فورم کې برخه واخلي او د ګډونوالو تر منځ به د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو کړیو استازي، مالي ادارې، نړیوال او سیمهییز بنسټونه او همدارنګه د نړۍ پر کچه د معتبرو مطالعاتو او څېړنیزو مرکزونو نومیالي کارپوهان شتون ولري.
د دې خبرو اترو اصلي هدف د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د بحث او نظرونو تبادلې لپاره د څو اړخیزې ناستې رامنځته کول دي، چې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ اړیکې پیاوړې شي؛ دا نوښت، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا ملاتړ شوی.
په دې غونډه کې به ګډونوال د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمهییزې همکارۍ اوسنی حالت او امکانات بیاکتنه وکړي. د دې بحثونو اصلي تمرکز به د امنیت، ثبات او دوامداره پرمختګ د ډاډمن کولو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا وي او همدارنګه په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او مالي ادارو رول پراخول وي.
د دې غونډې له مهمو متوقع پایلو څخه به یوه د یوې ګډې خبرپاڼې خپرېدل وي، چې له اړخونو څخه د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د باور، خبرو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره همغږي وغواړي.
تمه کیږي، چې د ترمذ خبرې به د سیمهیزو اړیکو د ودې لپاره د یو دایمي پلیټ فارم په توګه کار وکړي او د یوریشیا په ټوله وچه کې د سولې، امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره یو لید وړاندې کړي.
دا غونډه به د سرخاندریا ولایت په ترمذ ښار کې موقعیت لرونکي “ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز” کې ترسره شي.
تمه ده، چې د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی هم په دې خبرو اترو کې برخه واخلي.
تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره وکتل
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او په تاشکند کې یې د اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر، د سفارت له چارواکو او یو شمېر افغان پانګوالو سره ولیدل.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.
هغه له هغو وغوښتل، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي او زیاتوي، چې افغانستان اوس د امنیتي پلوه د پانګوالو لپاره ښه فرصت برابروي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او پانګوالو ته یې قانوني، تخنیکي او اداري آسانتیاوې برابرې کړې دي.
-
نړۍ3 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه24 hours ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سوداگري3 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک