Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو او ماشومانو لپاره ترټولو خراب هېواد پاتې شوی

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استاې او د یوناما د دفتر مشرې دیبرا لاینز ویلي، چې افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو او ماشومانو لپاره ترټولو خراب هېواد پاتې شوی دی.

میرمن دیبرا پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته څرګنده کړې: په تېرو دوه لسیزو کې پر پام وړ پرمختګ سربېره افغانستان په نړۍ کې د ښځیتوب او ماشومتوب لپاره تر ټولو خراب هېواد پاتې شوی دی.

هغې زیاته کړې، چې د جګړې په ډګرونو کې د تاوتریخوالي کچه هم ډېره لوړه ده.

میرمن ديبرا د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او د خبرو لپاره بشردوستانه اوربند وکړي.

هغې څرګنده کړې؛ له څلور لسیزو جګړو وروسته، د افغانستان خلک تر بل هر وخت سولې ته ډېر هیله من دي او غواړي دا ویجاړوونکې جګړه پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې بهیر څه نا څه بشپړ شوی دی.

تازه خبرونه

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

Published

on

د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

Published

on

د عدلیې وزارت ویلي: د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه، چې د اسلامي امارت د مشر له‌خوا جوړه او صادره شوې؛ په رسمي جریده کې خپره شوې ده.

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدی شي.

په لایحه کې راغلي، چې د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالمان یا په خپله سیمه کې منل شوي شخصیتونه وي، صالح، دیندار او امانت‌ساتونکي واوسي او په شرعي علومو او ټولنیزو چارو کې کافي پوهه او بصیرت ولري.

د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اړتیا په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د مسوولانو د فعالیتونو او چلندونو سمون، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!