سیمه ییز خبرونه

په کندوز ولايت کې ځانګړیو ځواکونو د داعش پر پټنځى برید تر سره کړ

Published

on

تېره شپه په کندوز ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د داعش پر پټنځي پوځي عملیات ترسره کړل؛ لږ تر لږه ۳ داعشیان وژل شوي او پېنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه عمليات د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سيمه کې ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغې ډلې پر ازبکستان او تاجکستان د وروستیو راکټي بریدونو مسوولیت پرغاړه درلود.

په هغه ویډیو کې، چې د افغانستان اسلامي امارت اړوند سرچینو خپره کړې؛ د داعش یو نیول شوي غړي اعتراف کړی، چې پر ازبکستان او تاجکستان یې توغندي توغولي او بیا یې هم د برید سپارښتنه تر لاسه کړې وه.

Trending

Exit mobile version