روغتيا

په کندوز کې د کنګو له ثبت شویو ۲۸ پېښو درې کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۲)

د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي ويلي، سږ کال په هېواد کې د کنګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې درې کسان ترې مړه شوي دي.

له کرونا ویروس وروسته کنګو تبه، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته لیږدول کیږي؛ یوه وژونکې ناروغي ګڼل شوې، چې د طبي لارښوونو د نه‌پاملرنې په صورت کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د کندوز عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې؛ د کنګو ناروغۍ د درملنې لپاره یوه خپلواکه څانګه جوړه شوې، چې د پوهاوي او درملو پر وېشلو له لارې مو د کنګو ناروغۍ د خپرېدو مخه نیولې ده.

د کندوز عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي، په دغه ولایت کې د کنګو ناروغۍ لپاره یې په روغتون کې د درملنې ځانګړې څانګه فعاله کړې، چې د کنګو ناروغانو درملنه په کې کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کنګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې ۳ کسان ترې مړه شوي دي.

په دغه ولايت کې قصاب محراب الدین ويلي، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له کبله د غوښې  پیر او پلور کم شوي او خلک د څارويو او غوښې له کارولو وېره لري.

د چرګانو د غوښې پلورونکی وحیدالله وايي، چې په دې وروستیو کې د چرګانو د غوښې بازار ښه شوی دی.

د کندوز اوسیدونکي هم د کنګو ناروغۍ د پوهاوي په برخه کې د سیمه‌ییزې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ کوي.

داکترانو ويلي په مسلکي توګه د څارویو حلالول او له څارویو سره اړیکې نه‌‌لرل؛ د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نیسي.

Trending

Exit mobile version