Connect with us

تازه خبرونه

په کونړ کې چاودنې ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

 on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۱)

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او د درې ملکي وګړیو په ګډون شپږ نور ټپیان دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالله حقاني په یو ویدیوي پیغام کې، چې د یکشنبې پر ورځ یې رسنیو ته استولی ویلي، چې دا چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز اسعد آباد په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

عبدالله حقاني زیاته کړې؛ چاودنه هغه مهال وشوه، چې د اسلامي امارت د عسکرو کاروان د غازي آباد ولسوالۍ پر لوري روان و.

هغه وایي، چې له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د چاودنې په تړاو يې څو شکمن کسان نيولي او ترې څېړنې روانې دي .

د کونړ امنیه قومندان څرګندوي، د دې پېښې ټول ټپیان د اسعدآباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر کاري ډلې جوړولو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د دغه وزارت قونسلي ریاست او په کابل کې د پاکستان سفارت تر منځ یوه ګډه کمیته جوړه شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې د جوړېدو هوکړه د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۶ ) د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفارت د چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير پر غوښتنه او ټينګار د دغې کمیتې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.

حافظ ضیا احمد تکل په ډاګه کړې: د پاکستان سفارت چارسمبالي د هغو پاکستانيو محصلینو لپاره، چې افغانستان ته د زده‌کړو لپاره راځي؛ د ویزې د وخت غزولو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ متقي په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګنو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوي او د متقابلو اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر ورځ  ۱۰:۱۹ د افغانستان په شمال ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزله رامنځته شوه، چې مرکز یې د جرم ولسوالۍ سهیل ختیځ لوري ته په ۳۶ کیلومترۍ کې دی.

د زلزلې ټکانونه د هند، پاکستان او جنوبي تاجکستان په ګډون په ټوله سیمه کې احساس شوي دي.

تر اوسه د زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیان په اړه راپورونه  ورکړ شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په په ډاګه کړې؛ دغه راز۳۴۱ کورونه بشپړه یا جزوي ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ شوي دي.

د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.

د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!