تازه خبرونه

په یونان او ترکیه کې زلزلې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړي

Published

on

د جمعې پر ورځ د لړم ۹ د رښتر ۷ درجې زلزلې د ترکیې لویدیځ ساحل ازمیر او د یونان ساموس ټاپوګان ولړزول، چې د مالي زیانونو تر څنګ په کې ۲۶ کسان مړه  شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د شنبې پر ورځ، د ژغورنې کارمندانو د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو څخه ژغورل شوي او د ژغورونکو هڅې روانې دي.

د ترکیې د ناورین او بېړنیو حالاتو ادارې د شنبې پر سهار په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې ، چې په ترکیه کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، له زلزلې وروسته پر نورو مرستو سربېره چورلکې هم پر کار ګمارل شوي، چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلو خلکو سره د تویت له لارې خواخوږي ښودلې او د ازمیر ایالت له مشر سره یې تیلیفوني اړیکه نیولې ده.

دغه راز پر ترکیې سربېره د یونان چارواکو هم ویلي، چې زلزله د یونان په ساموس بندر کې احساس شوې، چې له کبله یې ځینې ودانۍ اغېزمنې شوې دي.

یوناني چارواکو ویلي، چې د یونان په ساحلي ښار ساموس کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

په یونان کې رسنیو راپور ورکړی، چې د ساموس او نورو ټاپوګانو اوسیدونکي له خپلو کورونو تښتیدلي او اوسنی حالت یې کوچنی سونامي نوولی دی.

امریکایي ځمکپوهانو ويلي، چې د ترکیې ازمیر ایالت ۷ درجې سختې زلزلې وهلی دی. په داسې حال کې چې ترکیې د زلزلې درجه ۶.۶ ښودلی ده.

Trending

Exit mobile version