روغتيا
په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس پرمختللې بڼه موندل شوې
د روغتیا نړیوالې ټولنې د یو مخکښ چارواکي د څرګندونو له مخې؛ پر سویس او سویلي افریقا سربېره په اسرائیلو، دنمارک، امریکا او انګلستان کې د کرونا ویروس BA.2.86 نومې بدله شوې بڼه موندل شوې ده.
د کرونا ویروس له اوښتې بڼې اومیکرون څخه ۳۵ نورې بڼې رامنځته شوې، چې د XBB.1.5 پر پرتله د ۲۰۲۳ کال د انتاناتو پرمختللې بڼې وې.
د کرونا ویروس BA.2.86 نومې بدله شوې بڼه پر لومړی ځل له هغې وروسته په ډنمارک کې د جولای پر ۲۴ وموندل شوه، چې اخته ناروغ د سختې ناروغۍ له خطر سره مخ ولیدل شو، چې بیا یې نښې د نورو هېوادونو د هوایی ډګرونو په سکرینینګ او د فاضله اوبو بېلګو کې وموندل شوې.
په ټوله نړۍ کې دولس ساینس پوهانو ویلي؛ که څه هم د BA.2.86 ویروس څارنه اړینه ده؛ خو دا امکان نهلري، چې له واکسینه رامنځته شوی خوندیتوب په ټوله نړۍ کې د ناروغۍ او مړینې ویجاړونکې څپې رامنځته کړي.
د روغتیا په نړیواله ټولنه کې د کرونا ویروس تخنیکي چارسمباله ماریا وان کرکوف ویلي؛ اوس هم دا شمېر ټیټ دی.
هغې زیاته کړې، چې پېژندل شوې پېښې سره تړلي نهدي او وړاندیز کوي، چې دا ناروغي دمګړۍ د لږ څارنې له کبله په ټوله نړۍ کې مخ پر پراخېدو ده.
ساینس پوهان اوس په دې هڅو کې دي، چې جوړ شوي واسینونه به د BA.2.86 پر وړاندې څومره ښه کار وکړي.
کرخوف یادونه وکړه، چې دا واکسین د بیا انفیکشن پر پرتله د جدي ناروغۍ او مړینې په مخنیوي کې غوره دي.
هالندي ویروس پېژندونکې ماریون کوپمنز، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې ته مشوره ورکوي او وایي: مونږ د کرونا ویروس د خپرېدا د لومړي کال پر پرتله په یو خورا بېل پړاو کې یوو.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو اصلي مرستیال داکتر نیراو شاه ویلي، دې ادارې او نورو تېره اوونۍ نوی ډول ولید؛ د اونۍ په پای کې یې له ساینس پوهانو سره ناستې ترسره کړې او د چارشنبې پر ورځ یې د خطر ارزونه خپره کړه. د اګست تر ۲۳ پورې د دې بڼې نهه پېښې وموندل شوې، چې د سویس په فاضله اوبو کې یې هم همدا بڼه موندل شوې ده.
ارزونې ښیی، چې اوسنۍ کتنې او درمل د BA.2.86 په وړاندې ګټور پاتې دي. که څه هم توپیر ممکن دا وي، چې واکسین شوي او پر کرونا اخته کسان ترې ژر اغېزمن شي. تر اوسه داسې شواهد نهشته، چې وښيي دا د سختې ناروغۍ لامل کیږي.
کارپوهانو ویلي بیا هم ، احتمالي خطر باید جدي ونیول شي او څارنه باید روانه وي.