روغتيا
په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
نن دوشنبه( د مرغومي درېیمه ) په ۱۱ ولايتونو کې د ګوزڼ یا پوليو واکسين کمپاين نوی پړاو پيل شو.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
دغه کمپاين په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولايتونو کې پيل شوى دى.
افغانستان او پاکستان اوس هم د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره مخ سیمې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو پر بنسټ سږ کال په ټوله نړۍ کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.