لوبی

په ۲۰۲۸ المپیک سیالیو کې د افغان کرکت لوبغاړیو ګډون به مشروط وي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۲)

د المپیک نړیوالې کمیتې رییس توماس باخ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا کمیته به له ښځینه لوبډلې پرته په ۲۰۲۸ المپیک سیالیو کې د افغانستان نرینه کرکت لوبډلې ته اجازه ورکړي؛ ویلي د دې ادارې څارنه له نږدې روانه ده او ګوري، چې د لوبې لپاره به میرمنې څومره ملاتړ ومومي.

د افغانستان موضوع د دوشنبې پر ورځ د هند د ممبئي ښار په یوه خبري کنفرانس کې له هغې وروسته راپورته شوه، چې د المپیک نړیوالې کمیتې د غړیو له مثبتې رایې وروسته د ۲۰۲۸ ز. کال د لاس انجلس په المپیک سیالیو کې د شل اوریزو لوبو د شاملولو غوښتنه وشوه.

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا یوازنی بشپړ غړی هېواد دی، چې د ښځو کرکت لوبډله نه‌لري. افغانستان په ۲۰۱۷ کې د دې شورا بشپړ غړیتوب په دې هیله ترلاسه کړ، چې دا هېواد به د ښځو لوبې کولو ته لار اواره کړي.

د دې شورا د مرستیال عمران خواجه پر مشرۍ د کرکت د نړیوالې شورا یوې کاري ډلې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي او د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې او دې شورا ته سپارښتنه وه، چې د افغانستان کرکټ بورد د مجازاتو پر ځای د حل موندلو لپاره باید خبرې روانې وساتل شي.

د المپیک نړیوالې کمیتې تر اوسه د پاریس د ۲۰۲۴ ز. کال په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړیو ګډون نه‌دی تائید کړی او د هېواد د المپیک ملي کمیتې ته یې خبرداری ورکړی، چې که لوبو او سپورت ته د ښځو لاسرسي محدود وساتل شي؛ هغه به وځنډول شي.

د کرکت نړیوالې شورا یوه چارواکي جیمز مکلیود ویلي؛ د رژیم له بدلون راپدیخوا مونږ د افغان حکومت له چارواکو سره پرله پسې خبرې اترې کړې دي. مونږ له حکومت څخه د شته خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سپورت فرصتونو ته د ښځو او ځوانو نجونو د لاسرسي مخه نیسي.

هغه زياته کړې، چې په دې وروستيو کې يې د چين د هانګجو ښار په اسيايي لوبو کې د افغان ښځينه ورزشکارانو له ګډون سره يو کوچنی بدلون ليدل شوی دی.

نوموړي ویلي؛ پرمختګونه شوي دي، خو مونږ دهانګجو په اسیایي سیالیو جې ډېر کوچنی پرمختګ وليد، چې د ٨٣ لوبغاړیو په ګډون ١٧ ښځو په درې بېلابېلو لوبو کې برخه واخیسته. همدا رنګه، بیرغ د نرینه او ښځو لخوا په ګډه پورته شوی و.

Trending

Exit mobile version