سیمه ییز خبرونه
پوتین او پزشکیان به ډېر ژر د ” سټراټیژیکې ملګرتیا” تړون لاسلیک کړي – کرملین
د کرملین د دوشنبې د ورځې ( د جنورۍ څلیریشتمه) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولادمیر پوتین او د هغه ایراني سیال به د جمعې پر ورځ، د جنورۍ پر اتویشتمه په دې اړه په کرملین ماڼۍ کې خبرې وکړي.
کرملین ويلي، چې مسکو او تهران به د جمعې پر ورځ ( د مرغومي اتویشتمه / د جنورۍ اوولسمه) روسیې ته د ایران د ولسمشر د رسمي سفر په لړ کې د ” سټراټیژیکې ملګرتیا هر اړخیز ” تړون لاسلیک کړي.
د کرملین د دوشنبې د ورځې ( د جنورۍ څلیریشتمه) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولادمیر پوتین او د هغه ایراني سیال به د جمعې پر ورځ، د جنورۍ پر اتویشتمه په دې اړه په کرملین ماڼۍ کې خبرې وکړي.
پدې ورځ به د تړون پر لاسلیک کولو سربېره د دواړو هېوادونو ولسمشران د “دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا تر څنګ د سوداګرۍ او پانګونې، ټرانسپورټ او لوژستیک، بشري برخو او مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم خپل اندونه وړاندې کړي”.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي هم د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې د لاسلیک نېټې له یادولو پرته دا خبر تائید کړ.
نوموړي ویلي؛ د دې تړون د چمتو کولو بهیر شاوخوا دوه نیم کاله وخت نیولی او دا تړون هغه “تعدیل شوی متن” دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اویایمه لسیزه کې لاسلیک شوی.
د اسماعیل بقائي د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د روان کال په دوبي کې وروستی او چمتو شو او کرملین ته د مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې به لاسلیک شي.
روسیه او ایران دواړه د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ هېوادونه دي او اړ دي، چې دواړه هېوادونه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل او په منځني ختیځ کې د شخړو په بهیر کې خپلې پوځي او سیاسي همکارۍ پیاوړې کړي.
لویدیځو هېوادونو له روسیې څخه د ملاتړ له کبله پر ایران اضافي بندیزونه لګولي دي. که څه هم ایران دا تورونه ردوي او ادعا کوي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې “بې طرفه” دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د روان کال په نومبر کې ویلي وه، چې د تهران او مسکو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ په تړون کې “دفاعي همکاري” هم شته.
لویدیځ هېوادونه وايي، چې ایران په تېرو دوه کلونو کې سلګونه ډرون روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره لیږلي دي. داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ایران روسیې ته توغندي ورکړي دي.
د مسعود پزشکیان سفر یوه میاشت وروسته له هغه په پام کې دی، چې وسلوالو پر سوریه برید وکړ او ولسمشر بشارالاسد یې له واکه وغورځاوه، چې د تهران له پراخ ملاتړ څخه برخمن و.
دا سفر د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه یوازې څو ورځې مخکې ترسره کیږي. ډونالډ ټرمپ په اوکراین او منځني ختیځ کې د شخړو د ژر پای ته رسولو په لټه کې دی.