تازه خبرونه

ځينې هېوادونه په شل کلنه جګړه کې د ښکېلتیا له کبله اسلامي امارت پر رسميت نه پېژني

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ويلي، دا مهال په کابل کې د ګاونډ او سیمې د ګڼو هېوادونو سفارتونه موجود او فعال دي؛ خو ځينې نور په شل کلنه جګړه کې د ښکېلتیا له کبله اسلامي امارت پر رسميت نه پېژني.

مولوي امیرخان متقي له Dorar TV  سره په تازه خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو سره سوداګري لري او د اسلامي امارت سفیران په کې حضور لري او د هغو سفیران هم په افغانستان کې دي، چې دا پخپله رسمیت پېژندنه ده؛ خو په رسمي بڼه د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه نه په ډاګه کوي.

هغه په ​​دې اړه ویلي: تر اوسه رسمي اعلان ندی شوی او دا خپل عوامل لري. یو شمېرهېوادونه د ځینو هېوادونو تر اغېز او نفوذ لاندې دي او یا یې د ځینو سیاستونو او نورو مسایلو له کبله رسمي اعلان ندی کړی.

مولوي متقي د اسلامي امارت د پر رسمیت نه پېژندلو د یو بل لامل په اړه هم وايي، چې په تېرو شل کلونو کې ۵۰ هېوادونه له اسلامي امارت سره په افغانستان کې جنګیدلي؛ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي، نو طبیعي خبره ده، چې له همدې کبله د دوی لپاره د افغانستان پر رسمیت پېژندل یو څه ستونزمن کار دی، دا به وخت ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس هم یو شمېر نور هېوادونه شته، چې ښايي ځینې ملاحظات ولري، خو له نېکه مرغه له اسلامي امارت سره د دوی تعامل رسمي دی.

د بهرنیو چارو وزیر متقي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت هیله لري، چې په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

مولوي متقي ويلي: تاسې وليدل، چې په دې وروستيو کې مو يو شمېر سفارتونه فعال کړي دي او د رسمیت پېژندنې مسله به په تدريجي بڼه حل شي.

Trending

Exit mobile version