تازه خبرونه
چارواکي د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په عملیاتو کې له پرمختګه خبر ورکوي
دهلمند ولایت امنیه قومندان وايي؛ له تېرو درې ورځو راپدیخوا په نادعلي ولسوالۍ کي پوځي عمليات پيل شوي، چي تر اوسه د چاه انجير او باباجي ځینې سیمې له طالبانو نيول شوې دي.
د هلمند نادعلي ولسوالۍ له مرکز پرته نورې ټولې سيمې له تېرو دوه کلونو څخه د وسلوالو طالبانو په واک کي دي؛ خو امنيتي مسوولين اوس د دې سيمو له نيولو خبر ورکوي.
د هلمند د امنیه قومندان سمونوال عبدالرزاق یعقوبي وايي، درې ورځي وړاندې د دې ولسوالۍ په باباجي او چاه انجير سيمو کې عمليات پيل شوي، چي په کي د چاه انجير ډېرې سيمې بېرته نيول شوي او د جګړې پر مهال په هوايي بريدونو کي ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي.
هغه زیاتوي، په دې جګړه کې دوه سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نورټپيان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې عملياتو لپاره د امنيتي ځواکونو تشکيلات او تجهيزات پوره شوي؛ خو لويه ستونزه ځمکني ماينونه دي، چي د چټکو عملياتو خنډ شوي دي.
د هلمند ولايتي شورا ریيس عطاالله افغان وايي، د نيول شويو سيمو ساتنه که ونشي؛ نو دا عمليات له ناکامۍ سره مخ کيږي.
هغه زیاته کړې، چې اوس هم د امنيتي ځواکونو تشکيل دومره لږ دى، چي د يوې سيمې ساتنه هم نشي کولى.
امنيه قومندان بيا د تشکيل د لږوالي خبره ردوي او وايي؛ په ځينو ولسواليو کي د وسلو له کموالي سره مخ دي، چې ډېر ژر به ياده ستونزه هم حل شي.
د هلمند پېنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو په واک کي دي او د پېنځه نورو ولسواليو پر مرکزونو دولت حاکميت لري او نورې ټولې سيمې د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې دي.
لالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي وبلي.
خبریال: بريالي رحيمي