کوید۱۹
چینايي هکرانو د امریکا د مالي مرستو میلیونونه پیسې غلا کړې
د امریکا د پټو خدمتونو ادارې د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ چینايي هکرانو له ۲۰۲۰ راپدیخوا د دغه هېواد له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو لسګونه میلیون دالرغلا کړي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې د پټو خدمتونو ادارې د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې؛ خو NBC نیوز یو راپور تائید کړی او څرګندوي؛ د راپور له مخې، چینایي هکران مسوول دي، چې د امنیت څېړنې ټولنه یې د APT41 یا وینتي پر نوم پېژني.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ APT41 یوه پراخه جرمي سایبر کاري ډله ده، چې د حکومت په ملاتړ سایبر مداخلې کوي او د مالي څرګندونو له لارې یې سرغړونې هم ورسره یوځای ترسره کړي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د هکرانو ډېري غړي په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د امریکا د عدلیې وزارت لخوا د سافتویر پراختیا شرکتونو، مخابراتو چمتو کوونکیو، ټولنیزو رسنیو شرکتونو او ویدیو لوبو جوړوونکیو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر شرکتونه پر جاسوسۍ تورن شوي دي.
د لویې څارنوالۍ پخواني مرستیال جفري روزن ویلي؛ په خواشینۍ، چې د چین کمونست ګوند د سایبر جنایتکارانو لپاره د چین د خوندي کولو یوه بله لار غوره کړې ده. دوی دا زمینه برابره کړې، چې له چین څخه بهر پر کمپیوتري معنوي زیرمو برید وکړي او چین ته ګټور اندي ملکیت غلا کړي.
رویترز راپور ورکړی، چې په واشنګنن کې د چین سفارت تر دې دمه په دې اړه د څرګندونو غوښتنو ته ځواب ندی ویلی.