تازه خبرونه

چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ

Published

on

د چین فضایي ادارې څرګنده کړې، چې د چین مریخ ته تلونکې بېړۍ ژورانګ نن (شنبه د غبرګولي لومړۍ) د مریخ سپړلو چارې پیل کړې.

چین له  امریکا وروسته دوه یم هېواد دی، چې مریخ ته تلونکی یې پر سرې سپوږمکۍ د څېړنو لپاره لیږلی دی.

چین ویلي، چې چینایي څېړونکی د ۹۰ مریخي ورځو لپاره د مریخ پر پراخې سیمې پلټنې وکړي.

د چین تیان وین -۱ سپړونکی، چې یو پر مدار څرخېدونکی، یو ځمکې ته رسېدونکی او یو مریخ ته  تلونکی لري؛ د ۲۰۲۰ د جون پر۲۳ په یوه توغندي کې د مریخ پر لوري توغول شوی، چې د می پر ۱۵ د مریخ د پراخ ډګر پرسهیلي برخې کښته شو.

Trending

Exit mobile version