سیمه ییز خبرونه
چینایي هوایي ځواک او کښتیو په روانه اوونۍ کې دوهیم پراخ تېری وکړ – تایوان
د تایوان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د چارشنبې پر ورځ د چین هوایي ځواک لس الوتکې له پېنځه چینایي جنګی بېړیو سره د تایوان دفاعي زون ته د ګزمې په حال کې ننوتي، چې دا په روانه اوونۍ کې د رزمي چمتووالي دوهیمه سرغړونه ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، چې په تېرو درې کلونو کې یې پرلهپسې د چین له پوځي هڅو اندېښنه څرګنده کړې ده. په داسې حال کې، چې بیجینګ غواړي تایوان یې حاکمیت ته غاړه کېدي.
د تایوان دفاع وزارت ویلي؛ دوی د چارشنبې له سهار راپدیخوا په سمندر کې د ۲۵ چینایي الوتکو بحري عملیات کشف کړي، چې په کې J-10 او J-16 جنګي الوتکې او همدارنګه H-6 بم غورځوونکې پېژندل شوې دي.
د تایوان دفاع وزارت ویلي، چې پوځ یې د څارنې لپاره کښتۍ او الوتکې سیمې ته استولي دي.
د یکشنبې پر ورځ هم تایوان وایي دفاع زون ته د چینایي جنګي کښتیو او الوتکو د ورته کچې له نږدې کېدو خبر ورکړی و.
چین له اپریل راپدیخوا د تایوان په شاوخوا کې پوځي فعالیتونه له هغې وروسته پیل کړي، چې د تایوان ولسمشر تسای اینګ ون د امریکا له سفره راستون شو او هلته یې د ولسي جرګې له رییس کوین مک کارتي سره وکتل.
په تېر اګست کې هم تایپي ته د امريکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په اعتراض کې پوځي هڅې ترسره شوې وې.
د تایوان مرستیال ولسمشر ویلیام لای روانه اوونۍ پاراګوای ته ځي، چې په رسمي توګه یوازې یو ترانزیت دی؛ خو چین ته پرې غصه ورغلې ده.
په امریکا کې د بیجینګ سفیر تېره میاشت ویلي وه؛ دا د چین یو لومړیتوب دی، چې امریکا ته د لای د سفر مخه ونیسي.
د تایوان دیموکراتیک حکومت د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي، چې یوازې د دې ټاپو خلک کولی شي، چې د خپل راتلونکی په اړه پرېکړه وکړي.
