تازه خبرونه

چین افغانستان ته د کرونا ۷۰۰ زره خوراکه واکسین چمتو کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۰)

چین په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د کرونا ضد ۷۰۰ زره خوراکه واکسین مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې چینایي ساینوفورم واکسین نړیوال روغتیا سازمان د پلي کېدو لپاره منلي او معافیت یې هندي سټرازینکا واکسینو ته ورته دی.

افغانستان تر دې دمه د هندي سټرازینکا واکسینو ۹۶۸ خوراکه ترلاسه کړي او په بېلابېلو کټګوریو کې یې پر امنیتي ځواکونو، روغتیايي پرسونل، رسنیو او ښاري وګړیو پلي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، تر دې دمه۲۸۰۰۰۰ امنیتي پرسونل، ۱۲۰۰۰۰ روغتیایي کارکوونکي او ۵۶۰ زره نور اتباع واکسین شوي دي.

یاد چینایي واکسین به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته ورکړشي.

د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې دغه واکسین به کرونا د ۹۱ سلنې ناروغانو،  ۷۶ سلنه ۵۰ کلنو روغو کسانو او ۸۳ سلنه نور له ۵۰ کلنو حخه پورته خلکو ته معافیت رامنځته کړي.

دغه راز عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویرس نوې ۵۰۰ رامنځته شوې بڼې ثبت کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې دغه نوې بڼې په ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا او غزني ولایتونو کې ثبت شوې دي.

همدارنګه له تېرو څلیریشت ګړیو را پدیخوا په افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۴۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي؛ لس ناروغان مړه دي او ۱۴۶ نور له رغېدو وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

Trending

Exit mobile version