تازه خبرونه

چین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

چین او پاکستان د بیجینګ له لوړې کچې خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې دې د سیمې د امنیت پر ضد استفاده نه کېږي.

دا موضوع په یوه ګډه خبرپاڼه کې وړاندې شوې، چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د څلور ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې ده؛ هغه سفر، چې په کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره لیدنې وکړې.

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

چین او پاکستان همدارنګه د افغانستان، پاکستان او چین له درې‌اړخیزو خبرو اترو هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې ترسره شوې وې. پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو په آسانتیا کې د چین له رول څخه مننه کړې ده.

په دې ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هیڅ فرد یا ډله باید د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد د بریدونو یا بې ثباته کوونکو فعالیتونو لپاره کار وانخلي.

په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل دا ټینګار کړی؛ د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، بېخبناوو او د چین– پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دا سفر د چین او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له پېنځه‌اویایمې کلیزې سره هم‌مهاله ترسره شوی دی.

Trending

Exit mobile version