تازه خبرونه
چین د افغانستان په مسایلو کې د پاکستان پر همکاريو ټینګار څرګند کړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې هېواد یې غواړي له پاکستان سره د افغانستان د بیارغونې په برخه کې همغږي زیاته کړي.
د روسیې تاس خبري آژانس د سې شنبې پر ورځ ( د غویی ۱۶ ) تائید کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګنګ دا خبره په اسلامآباد کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په کتنه کې کړې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کین ګنګ له عارف علوي سره په کتنه کې ویلي: چین چمتو دی، چې د افغانستان په اړه له پاکستان سره اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او د افغانستان د سولهییزې بیارغونې په بهیر کې په ګډه برخه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې بیجینګ غواړي د ګډو هڅو له لارې په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د چین او پاکستان ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو په اړه نور جزئیات تر دې دمه خپاره شوي نهدي.
دا خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روانه اوونۍ د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.