لوبی

چین د روانو اولمپیک لوبو پر مهال د واورې له اورښته خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۰)

د چین د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې پر ورځ د واورې له اورښت خبرداری ورکړ او څرګندوي، چې د بیجینګ په ګډون به په ټول سهیلي چین کې د روانو اولمپیک لوبو پرمهال د پام وړ واوره وشي.

حکومتي څرګندونې ښيي؛ د تېرې اوونۍ واوره، چې له شنبې ورځې څخه د مرکز په ګډون په ځینو سیمو کې پیل شوې وه د فبرورۍ پر ۴ د ژمني المپیک له پیل سره سم لومړنی اورښت و.

په جانګجیاکو کې د ښځو آزاده سکي، چې د چین د سرو زرو مډال ګټونکې آیلین ګو په کې ګډون درلود د یکشنبې پر ورځ د واورې له کبله وځنډول شوه.

چارواکو د نیلي واورې له اورښته خبرداری وړاندې کړی، چې د هېواد د څلورومې درجې له خبرداریو څخه کښته ګڼل شوې؛ په ځینو سیمو کې تر ۴ سانټي مټرو پورې د واورې اټکل شوی. دوی خلکو ته مشوره ورکړې، چې په سرخلاصو سیمو کې له نااړینو هڅو ډډه وکړي.

د بېجينګ د تودوخې درجه راټيټه شوې او د هوا پېژندنې ادارې وړاندويېنه کړې، چې د هوا تودوخه لږ تر لږه د سانټي ګراد ۶ درجو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version