نړۍ
چین له درې کلن ځنډ وروسته بهرنیو سیلانیانو ته د ورتګ شرایط برابر کړل
رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې بیجینګ به سبا (چارشنبه د کب ۲۴) بهرنیو سیلانیانو ته د هر ډول ویزو پر ورکولو خپلې پولې له درې کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیزي.
چین په ډاګه کړې، چې په ۲۰۲۰ ز. کال کې د کرونا ویروس ناروغۍ له خپریدو وروسته به له درې کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د بهرنیو سیلانیانو لپاره خپلې پولې پرانیزي.
دغه هڅه هېره میاشت هغه مهال رامنځته شوه، چې چارواکو د ویروس پر وړاندې وروستۍ بریا اعلان کړه.
د چین ګرځندوی سکتور غواړي د دې هېواد ۱۷ تریلیون دالري اقتصاد بیا ژوندی او له ټولنیزې ودې سره مرسته وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی؛ هغه سیمې، چې د کررونا ویروس له خپرېدو مخکې یې ویزې ته اړتیا نه درلوده؛ اوس به هم له ویزې پاکې سیمې پاتې شي. په دغو سيمو کې د هاینان جنوبي تاپو او د شانګهای بندر له لارې د بېړيو تګ راتګ شامل دی. د دغه هېواد جنوبي صنعتي قطب ګوانګ دونګ ته به د هانکانګ او ماکائو له لارې د بهرنيو سيلانيانو لپاره په وړيا توګه تګ راتګ دوام ومومي.
یاد وزارت ټینګار کړی؛ هغه بهرنیان، چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۲۸ مخکې یې ویزې ترلاسه کړي او د ویزې اعتبار یې پاتې دی؛ کولی شي چین ته دننه شي.
په هیواد کې د سختو کرونایي قوانینو له تدریجي لغوه کیدو وروسته، بیجینګ د روان کال له پیل څخه هېواد ته د ننوتلو بهرنيو مسافرینو د قرنطین کولو اړتیا هم لغوه کړه.
د رسمي څرګندونو له مخې، د مارچ پر شپږمه نېټه چين ته د ننوتو او وتلو نړيوالې الوتنې د تېر کال پر پرتله په سلو کې ٣٥ زياتې شوې او ٢٥٠٠ الوتنو ته رسېدلي دي.
دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې يوازې په چين کې دننه او بهر څه د پاسه ۱۱۶ میليون سفرونه شوي او په همدې کال کې دغه هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو د ننوتلو شمېر يوازې ۵.۴ میليون و.
د چین نوي صدراعظم لي چیانګ ویلي، چې هېواد یې له کرونا وروسته له بحران څخه د خلاصون لپاره تر دوه میاشتو لږ وخت ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی، چې د وبا پر مهال د هېواد تګلاره او قوانین په بشپړ ډول سم ول.