تازه خبرونه
چین په کابل کې پر یوه افغان – چینايي رسټورانټ چاودنه وغندله
د سېشنبې پر ورځ (داعش خراسان (ISIS-Kد دې برید مسوولیت ومانه او څرګندوي، چې یو ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي والوزول.
چین د دوشنبې پر ورځ د کابل په مرکزي برخه کې پر یوه افغان – چینايي رسټورانټ خونړۍ چاودنه وغندله، چې له کبله یې لږ تر لږه د یوه چینایي پر ګډون اووه کسان له خواږه ژوندانه بې برخې کړل او ۱۳ نور ټپیان شول.
د سېشنبې پر ورځ (داعش خراسان (ISIS-Kد دې برید مسوولیت ومانه او څرګندوي، چې یو ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي والوزول.
چاودنه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال په «چینایي نوډل» نومي ګډ افغان – چینايي رسټورانټ کې، چې د کابل د شهرنو په اړوند سیمه کې یې چینایي مسلمانانو ته خواړه برابرول؛ رامنځته شوه.
د کابل پولیسو ویلي، چې چاودنه د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې وشوه، چې له کبله یې یو چینايي وګړي او شپږ افغانانو ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپیان شول.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګیوو جیاکون د یوې منظمې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې چین «د وژل شویو کسانو د له لاسه تلو له کبله ژوره خوایني او د ټپیانو ته د زړه له کومي خواخوږي» څرګندوي.
هغه تائید کړې، چې په دې برید کې یو چینايي وګړی وژل شوی او پېنځه نور چینایان ټپیان شوي دي.
ګیوو وایي: چین له افغان چارواکو سره بېړنۍ اړیکې نیولي او ترې یې غوښتي؛ د ټپیانو د درملنې لپاره هر ډول ممکنه هڅې وکړي، د چینايي وګړو، پروژو او بنسټونو امنیت ډاډمن کړي، پېښه بشپړه وڅېړي او عاملین یې ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپاري.
هغه وایي، چې په افغانستان کې د چین سفارت چارواکو په روغتون کې له ټپیانو لیدلنه کړې ده.
دې چاودنې د افغانستان د پخواني حکومت د سیاسي څېرو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا برید یو جنایي او د بشریت ضد عمل وباله او څرګندوي، چې دا له اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره په ټکر کې دی.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول تاوتریخوالی په هېواد کې سوله او ثبات زیانمنوي.
همداراز د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا چاودنه غندلې ده.
هغه په ایکس پاڼه کې دا برید د اسلام، انسانیت او د افغان ولس د ارادې پر ضد یو غیرانساني عمل وباله او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
دغه راز چین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره کلک مخالفت لري او د افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د ترهګریزو او تاوتریخجنو فعالیتونو پر ضد له ګډې مبارزې ملاتړ کوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا چینايي وګړو ته سپارښتنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي. له هغو چینايي وګړو او شرکتونو، چې دا مهال په افغانستان کې حضور لري؛ وغوښتل، چې اضافي امنیتي تدابیر ونیسي او له لوړ خطر لرونکو سیمو ژر تر ژره ووځي.
افغان چارواکو ویلي، چې د دې برید په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.