تازه خبرونه
ډیکسامیټازون د کرونا ویروس ناروغاتوته لومړني ګټور درمل دي
ډاکټرانو ویلي، چې ډیکسامیټازون ارزانه او د لاسرسي وړ درمل دي او کارولو یې د کرونا ناروغانو په رغیدو کې مرسته کړې؛ خو په بشپړه توګه د کرونا مخنیوی نشي کولی.
بریټانیاوي څانګوالو او متخصصینو ویلي؛ ډیکسامیټازون یوازني درمل دي، چې لږه اندازه یې کولی شي؛ پر کرونا اخته هغه ناروغان له مړینې وژغوري، چې د مصنوعي تنفس پر دستګاه ساه اخلي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وي.
د جراحۍ څانګوال سمیر بیات خبرداری ورکوي، چې د ډاکټرانو له سپارښتنې پرته د دغه درملو کارول ناروغان له نورو زیانونو سره مخ کولی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: ډیکسامیټازون کولی شي ناروغ د التهاب له بحران څخه وباسي، د ویټامین ای غلظت، چې د کرونا په درملنه کې مرسته کوي زیات کړي او سږو ته وینه ورسوي؛ خو له مشورې پرته او ډېر کارول یې هم خپل زیانونه لري.
د هرات د حوزوي روغتون د داخله څانګې مسوول محمد نبیل فقیریار ویلي: زیانونه هم لري؛ د وینې فشار او شکره لوړوي، د هډوکو پړسوب زیاتوي، ناروغ کمزوری کوي او د وجود د معافیت کچه راټیټوي.
د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ دا درمل باید هغو ناروغانو ته ورنکړ شي، چې په کور کې یې درملنه کیږي او د کرونا سپکې نښې لري.
ډاکټر اسدالله ژرفبین وایي: ډیکسامیټازون یوازې د معافیت سیستم بحراني کیدل څاري او هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې د اندېښنې وړ روغتیايي حالت لري.
په کابل او ولایتونو کې ډېرې کورنۍ د خپلو ناروغانو درملنه په کورونو کې کوي؛ د یو لړ ستونزو له کبله پر عامې روغتیا وزارت نیوکې هم کوي او پر روغتونونو پوره بې باوره شوي دي.
دوی وایي، د کووید – ۱۹ د درملنې ځانګړي روغتونونه د ناروغانو د مړینې لامل شوي؛ ځکه هلته هیڅ زړه سوی نشته.
پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو کورنۍ پر عامې روغتیا وزارت تورلګوي، چې د کرونا ویروس ناروغانو درملنې ته هیڅ برنامه نلري؛ د روغتیایی امکاناتو او اکسیجن نشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک د خپلو ناروغانو د ژغورنې په موخه ډېرې پیسې ولګوي. ان ناروغ لرونکي د اکسیجن بالونونه له بازاره اخلي او دولتي روغتونو ته یې لیږدوي.
د عامې روغتیا وزارت دا څرګندونې ردوي او وایي؛ ډېرو ناروغانو ته یې لاسرسی کړې او دا، چې دا بهیر له ستونزو سره مخ نشي؛ خصوصي روغتونو ته یې هم د اړوند ناروغانو د درملنې اجازه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي: مونږ په روغتونونو کې پوره اکسیجن لرو او نن هم د عامې روغتیا وزیر عثماني د اسیجن له یوي کارخونې لیدنه وکړه.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې له تېرو څلییشت ساعتونو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس۵۶۴ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د یو شمېر ډاکټرانو د څرګندونو له مخې ډیکسامیټازون د مړینې کچه له صفر اعشاریه پېنځه څخه صفر اعشاریه درې ته را ټیټه کړې؛ خو د کرونا د بحران مخه یې هیڅکله نده نیولې.