Connect with us

نړۍ

ښایي د شمالي کوریا مشر له پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۴۰۲)

یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ښايي ډېر ژر له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي؛ ځکه، چې کرملین د اوکراین جګړې ته د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دغه چارواکي، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې اسوشیتید پرس ته څرګنده کړې؛ امریکا په‌دې تمه ده، چې کیم به په راتلونکې میاشت کې دا سفر تر سره کړي.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی؛ دغه چارواکي دا هم ویلي: امریکا ډاډه نه‌ده، چې دا ناسته به چېرې یا کله ترسره شي؛ خو د روسیې بندري ښار ولادیوستوک به له شمالي کوریا سره د نسبي نږديوالي له کبله د دې لیدنې کوربه وي.

د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون د دوشنبې پر ورځ یادونه کړې، چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په دې وروستیو کې پیونګ یانګ ته سفر کړی او هڅه کوي، چې شمالي کوریا پر روسیې د توپونو مهمات وپلوري.

ادرین واتسن وایي: مونږ داسې معلومات لرو؛ کیم جونګ اون په دې تمه دی، چې دا خبرې اترې روانې وي او په روسیه کې د مشرتابه پر کچه دیپلوماتیکې ښکېلتیاوې رامنځته کړي.

هغې زیاته کړې: امریکا له شمالي کوریا غواړي؛ له روسیې سره د وسلو خبرې اترې ودروي او له عامه ژمنو سره سم عمل وکړي، چې پیونګ یانګ روسیې ته وسلې نه‌ورکوي او نه‌پلوري.

شویګو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ شونې ده، چې دواړه هېوادونه د جګړې ګډې لوبې ترسره کړي.

نیویارک تایمز پر لومړي ځل راپور ورکړ؛ کیم په پام کې لري، چې روانه میاشت په روسیه کې له پوتین سره وګوري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي وه؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې پوتین او کیم به د شویګو له لیدنې وروسته لیکونه هم تبادله کړي وي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې لیکونه پر برسېرنه سطحه دي؛ خو د وسلو د پلور په اړه د روسیې او شمالي کوریا خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

نړۍ

د جمهوري غوښتونکیو بودجه ردولو د امریکا حکومت د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې سخت دریځو جمهوري غوښتونکیو د حکومت د لنډمهالي تمویل لپاره وړاندیز شوې بودجه رد کړه، چې ورسره د یکشنبې پر ورځ د فدرالي ادارو د بندېدو شونتیا تړلې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې د ۲۳۲ موافقو او ۱۹۸مخالفو رایو د ۳۰ ورځو لپاره د حکومت د بودجې د غزېدو وړاندیز رد کړ او د هغې د بندیدو پرېکړه یې وکړه. دا لایحه لګښتونه کموي او مهاجرت به محدود کړي.

جمهوري غوښتونکي د ۲۲۱ غړیو پر لرلو ولسي جرګه څاري. که د یکشنبه د ورځې د شرقي وخت تر ۱۲:۰۱ پورې ونه‌غزول شي؛ نو ملي پارکونه، تر۴ میلیون فدرالي کارمندانو معاشونه او هر څه له مالي څارنې نیولې تر پوهنیزو څېړنو پورې هرڅه به ودرول شي.

له رایې ورکولو وروسته د ولسي جرګې رییس کیون مک کارتي وویل، چې جرګه اوس هم کولی شي د محافظه کارو پالیسیو پرته، چې دیموکراتان یې له ځانه ګوښه کړي؛ د بودجې تمدید تصویب کړي، خو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه. تمه ده، چې دغه پارلمان به د شنبې پر ورځ لا زیاتې رایې واچوي.

هغه خبریالانو ته وویل: له کاره لاس پرسر کېدا یوازې د ناکامۍ معنا لري.

دا څرګنده نده، چې آیا مشرانو جرګه یا سنا به پخپل وخت عمل وکړي او که نه. جرګه باید د شنبې پر ماسپښین دوه ګوندیزه لایحه، چې د نومبره تر ۱۷ به حکومت تمویلوي ؛ بیا کتنه وکړي، خو د کړنلارې له مخې د سې شنبې تر ورځې پورې به وروستۍ رایې وځنډوي.

د امریکا د خزانې وزیر جینت یلن د جمعې پر ورځ ویلي، چې د حکومتي کارونو د بندېدا شونتیا به د امریکا اقتصادي پرمختګ او کوچنۍ سوداګري او د ماشومانو پروګرامونه اغېزمن کړي او کولی شي د سترو بېخبناوو بیا رغونه وځنډوي.

دا به په تېره یوه لسیزه کې د بودجې څلورم خنډ او ځنډ وي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به وسله‌والو ځواکونو ته درانده زیانونه واړوي.

دیموکرات بایدن د مارک میلي د تقاعد په مراسمو کې ویلي: مونږ په داسې حال کې، چې سرتېرو مو ځانونه سبر کړي سیاست وکړو.دا له وظیفې څخه په کلکه سرغړونه ده.

Continue Reading

نړۍ

د ازبکستان په پلازمېنه کې چاودنې ۱۶۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۲)

د ازبکستان چارواکو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ګودام کې د یوې زورورې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.

رویترز راپور ورکړی، چې د سهارنۍ چاودنې څپو د نږدې اپارتمان د بلاکونو لسګونه کړکۍ ماتې کړې دي.

د ازبکستان د روغتیا وزارت څرګندونو له مخې؛ د ځینو ټپیانو درملنه روانه ده.

د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو تنکی هلک له هغې وروسته مړ شو، چې د کړکۍ چوکاټ پرې ولګېد. دغه راز ۲۴ کسان په روغتون کې بستر شوي وه؛ خو، د دوی روغتیایي حالت ګواښوونکی نه‌دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۸ ټپیانو درملنه روانه ده.

د ټولنیزو رسنیو ویدیوګانې او انځورونه ښیې، چې د اور لمبې او لوګي آسمان نیولی دی.

د چاودنې لامل روښانه نه‌دی؛ خو یو راپور له رعداو برقه خبر ورکوي.

د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت کارمندانو د ګړنديو هڅو په پایله کې اور مخ پر مهارېدو دی.

د تاشکند د نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت لري؛ او الوتکې کښته او پورته کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي څرګندونو له مخې راغلي، چې د اور وژنې  ۱۶ دلې د ژغورنې لپاره لیږل شوې دي.

Continue Reading

نړۍ

په عراق کې اورلګېدنې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

رویترز د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تېره شپه د عراق د نینوا ولایت د حمدانیه ولسوالۍ د واده په مراسمو کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د نینوا مرستیال والي حسن العلاق رویترز ته د ۱۱۳ کسانو له مړه کېدو کېدو پخلی کړی او دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د مړو شمېر له ۱۰۰ ډېر او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې، د ښار ژغورنې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ اور په شمال ختیځه سیمه کې د اړوند مراسمو په بهیر د پټاکیو له چاودنو وروسته رامنځته شوی دی.

یوه ۳۴ کلن ځوان عماد یوحنا، چې له اوره پر تېښته راوتلی ویلي: مونږ وليدل، چې اور ولګېد او غړانده شو؛ هغو، چې هڅه وکړه پر راوتلو بریالي شول او هغوی، چې تم شول مړه شول.

د رویترز د خبریال ویدیو ښیي، چې اور وژونکي پر سوځېدلي تالار ګامونه پورته کوي او د ویجاړیو لوګي  د څراغونو په رڼا کې ښکاري.

دولتي رسنیو ویلي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې ودانۍ د اور لګېدونکیو ودانیزو توکو څخه جوړه شوې وه، چې چټکه ونړېده.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي؛ تېره شپ ۱۰:۴۵ د ودونو پر تالار په داسې حال کې اور ولګېد، چې د پېښې په وخت کې سلګونه خلک حاضر ول.

ویل کیږي، چې د دغې پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!