تازه خبرونه
ښایي په دسمبر میاشت کې د افغانستان او آسترالیا کرکت تیست لوبه تر سره شي
د آسترالیا کرکت ملي لوبډله او د افغانستان کرکت بورد د دغه هېواد په پرت ښار کې پر تر سره کیدونکې سیالۍ مشورې کوي.
د دغه هېواد سپورت سایت څرګنده کړې، چې دا اوس هم روښانه نده، چې آیا د ورځې اوشپې تیست سیالۍ به ترسره شي او که نه.
د کرکت نړیوالې کمیتې د پروګرام له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې استرالیا د نومبر په میاشت کې د T20 نرینه نړیوال جام له لغو کیدو وروسته د افغانستان کوربتوب وکړي؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، لوبې یا لغو شوي او یا پوره ځنډیدلي دي.
په راپور کې راغلي، چې ون ـ آف سیالۍ د کرکت نړیوالې د کپ په تیست لوبو کې نه راځي. دا سیالۍ د نړۍ د غوره ۹ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د افغانستان، آیرلیند او زمبابوې لوبډلې په کې ونډه نلري.
د آسترالیا تورنمنت په کرکت نړیواله کمیته کې د افغانستان له پوره غړیتوب وروسته دا پېنځمه لوبه ده.
افغانستان بیا هند او ویست اندیز ته وبایلله، خو له ایرلیند او بنګله دیشه یې وګټله.