تازه خبرونه

کابل د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدا غواړي – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي؛ د سیمې، له سیمې بهر او اغېزناکو هېوادونو نظر د اسلامي امارت په اړه د مثبت بدلون په حال کې دی.

مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري او دغه اړیکې باید له ډېر وخت وړاندې ټینګې شوې وی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کابل بهرنی سیاست یوازې له امریکا سره تر اړیکو محدود نه‌دی او اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، چې تر اوسه له افغانستان سره رسمي اړیکې نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي، چې په تېر سپوږمیز کال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ۴۶ زره ډېر عملیات کړي او له ۲ زره ټنو ډېر نشه‌يي توکي یې کشف او نیولي دي.

هغه زیاته کړې؛ دغه راز په همدې کال کې د نشه‌يي توکو له ۲۱ زره هکټاره ډېره کرکېله او د دغو توکو د تولید ۵۳۳ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

Trending

Exit mobile version