تازه خبرونه

کابل د راستنېدونکو ستونزو ته پاملرنه لري – په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل

د پاکستاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ محب الله شاکر د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په قونسلګرۍ کې د یوې رسنیزې ناستې پر مهال ویلي؛ “دوی [کډوال] اندېښمن دي، چې دلته [په پاکستان کې] له ۴۵ کلونو ژوند کولو وروسته به په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي؛ خو اجازه راکړئ ډاډ ورکړم، چې څه به ورته پېښ نشي.”

Published

on

د پاکستان په پېښور ښار کې د افغانستان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر ويلي؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د پاکستاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ محب الله شاکر د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په قونسلګرۍ کې د یوې رسنیزې ناستې پر مهال ویلي؛ “دوی [کډوال] اندېښمن دي، چې دلته [په پاکستان کې] له ۴۵ کلونو ژوند کولو وروسته به په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي؛ خو اجازه راکړئ ډاډ ورکړم، چې څه به ورته پېښ نشي.”

هغه دا هم ویلي: له ۱۲ کمیټو څخه جوړ یو کمیسیون، چې څه نا څه د ټولو دولتي ادارو استازي په کې غړيتوب لري؛ له پاکستان څخه د راستنېدونکو د ټولو مسلو د حل لپاره جوړ شوی دی.

هغه ویلي: “دوی [کډوال] یوازې هغه وخت له ستونزو سره مخ کېدل، چې په افغانستان کې روسان یا امریکایان واکمن وای؛ خو اوس دا کار نه کیږي، ځکه  مونږ [افغانان] هلته واکمن یوو.” هیلو ته د رسېدو سفر پیل شوی؛ سوله حاکمه ده او هیڅ ستونزې نشته.”

د افغانستان جنرال قونسل ویلي؛ هغه کډوال، چې په افغانستان کې د اوسېدو ځای نلري هغه به په جوړو شویو کمپونو کې استوګن شي.

هغه زیاته کړې، چې د حکومت تر څنګ خيريه بنسټونو هم د کورونو جوړولو او له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د هغو افغانانو په اړه، چې له لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې ژوند کوي او د خپلو املاکو او شتمنیو تر څنګ یې سوداګري هم کړې؛ پاکستان ته راغلی افغان پلاوی به د دوی د ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې دهو چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ پلاوي په پاکستان کې د میشتو افغان سوداګرو او کډوالو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د کډوالو د رضاکارانه راستنېدو، بیا مېشتېدنې او د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره پراخ اقدامات ترسره شوي دي.

Trending

Exit mobile version