تازه خبرونه
کرونا وېروس افغانستان کې هم دوراني شو؛ هغه کسان چې بهر ته ندي تللي هم اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلې چې د ناټو د غوڅ ملاتړ څلور سرتیري هم په کې ګډ دي.
نوموړي دا راز ټینګار کړی چې د هرات تر څنګ په زرنج او فراه ښارونو کې هم ورځنی ګرځبندیز ولګول شي.
په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کسانو وروستۍ شمېر، د ولایاتو په توپیر، په لاندې ډول ولولې:
| ولایت |
کووید-۱۹ څرګندشوې شمیر |
| هرات | ۵۴ |
| کابل | ۷ |
| سمنګان | ۴ |
| لوګر | ۳ |
| کاپیسا | ۱ |
| فراه | ۲ |
| بلخ | ۲ |
| زابل | ۲ |
| دایکندي | ۱ |
| بادغیس | ۱ |
| کندهار | ۱ |
| غزني | ۱ |
| نیمروز | ۱ |
پورته جدول ته په کتو سره، هیواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر اتیاوو ته ورسېد او د ویلو وړ ده چې تر دې دمه، دوه کسان د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
که څه هم هېواد د کرونا وېروس د خپرېدو له امله اندېښمن دې، خو ویل کیږي چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې هیڅ جدي نه نیسي. حکومت باید د ګڼې ګوڼې سیمې بندې کړي.
همداراز د ولسي جرګې ځينې غړي په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کېدو لوړ شمېر د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې حکومت دې د دې وېروس په وړاندې مبارزې ته ګړندي ګامونه پورته کړي.
د عامې روغتیا وزارت د هرات تر څنګ په زرنج او فراه ښارونو کې هم د ورځې لخوا په ګرځېدو بندیز لګولې او خبرداری ورکوي چې که د دغه وزارت پیغامونه او سپارښتنې د کرونا وېروس وقایې لپاره په پام کې و نه نیول شي، په دې وېروس به د اخته کسانو شمېر لا زیات شي.
