لوبی
کرکټ ملي لوبدلې د ۳۶ منډو پر توپیر نیډرلینډ له ماتې سره مخ کړ
د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې ملي لوبډلې تېره ورځ د سلواغې لومړۍ د ۳۶ منډ پر توپیر د نیډرلیند ملي لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او نيدرلینډ ملي لوبډلې په دوحه کې د سوپر ليګ سياليو لوبلړۍ پیل کړه، چې د لومړنۍ سيالۍ بریا افغان ملي لوبډلې ته د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او رحمت شاه د غوره توپوهنې او د راشدخان، مجیب الرحمن او یمین احمدزي د غوره توپ اچونې په پایله کې پر برخه شوه.
د لوبې په پیل کې د نيدرلینډ کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ توپ اچونه یې پیل کړه چې په پایله کې یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوري په ټاکلو ۵۰ آورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکل شو.
د افغان اتلانو له لوري لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۷۳، رحمت شاه زرمتي ۷۰ او عثمان غني ۲۴ منډې جوړې کړې؛ خو د نيډرلينډ لوبډلې په ګټه برنډن ګلور درې او فريډ کلاسين دوه ويکټې ترلاسه کړې.
نيډرلينډ لوبډلې که څه هم ښه پيل درلود؛ خو د افغان ملي لوبډلې توپ اچوونکیو یې مخه ونیوله او ټاکلی هدف یې ترلاسه نکړ.
د نيډرلنډ په توپوهنه کې سکاټ اډورډز ۶۸ او لوبډلمشر پيټر سيلار ۳۲ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره راشد خان درې، مجيب الرحمن او يمين احمدزي هر يوه ۲ ويکټې ترلاسه کړې او افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په ۷۳ منډو جوړولو د يادې سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له نيډرلنډ ملي لوبډلې سره خپله دوه يمه لوبه د یکشنبې پر ورځ د غرمې ۱۱:۳۰ ترسره کړي.