تازه خبرونه
کوچني هېوادونه په نړیوال سیاست کې لږ غوراوي لري – عبدالحي قانت
قانت د سېشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې هېوادونه پر درې ډلو وېشلي دي: ستر ځواکونه، منځني ځواکونه او کوچني هېوادونه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحي قانت ویلي؛ د امریکا، چین او روسیې په څېر ستر ځواکونه د جګړې، سولې او نورو نړیوالو چارو بهیر ټاکي او کوچني هېوادونه اړ دي، چې خپله بهرنۍ تګلاره د دغو هېوادونو له پرېکړو او سټراټیژیو سره برابره کړي.
قانت د سېشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې هېوادونه پر درې ډلو وېشلي دي: ستر ځواکونه، منځني ځواکونه او کوچني هېوادونه.
د عبدالحي قانت د څرګندونو له مخې: منځني ځواکونه لکه ترکیه، هند، ایران، جرمني، فرانسه، بریټانیا، انډونیزیا او برازیل که څه هم د سترو ځواکمنو هېوادونو له سیاستونو اغېزمنیږي؛ خو په خپلو سیمو کې د سیاسي بدلونونو په رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه لري.
نوموړي ویلي، کوچني هېوادونه په ټوله کې درې ډوله بهرنۍ تګلارې غوره کوي: د سیالو سترو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د توازن ساتل، له یوه ستر ځواک سره همغږي«هجینګ » یا هم داسې تګلاره، چې له څو سترو یا سیمهییزو ځواکمنو هېوادونو سره اړیکې وساتي؛ خو د کوم یوه بشپړ ملاتړ ونهکړي.
قانت د امریکا او ایران وروستۍ شخړې ته په نغوته کې ویلي، عمان یوه داسې بریالۍ بېلګې ده، چې د همدې درېیمې تګلارې له غوره کولو سره یې له امریکا، لویدیځو هېوادونو او ایران سره اړیکې ساتلي او هم یې خپل امنیت خوندي کړی او هم د کړکېچ پر مهال د منځګړيتوب رغنده رول لوبوي.
هغه په پای کې ویلي؛ کوچني هېوادونه په نړیوال نظام کې لږ غوراوي لري او بریالیتوب هغه مهال ترلاسه کولی شي، چې روښانه تګلارې(سټراټیژي) کافي سرچینې، پیاوړي بنسټونه او سنجول شوی مشرتابه ولري.